ولسمشر غنی: د طالبانو د جګړې وروستی اعلان هېڅ شرعی او ولسی بنسټ نه لری

گزارشگر:یک شنبه 9 ثور 1397 - ۰۸ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3ولسمشر وایی، د طالبانو د جګړې وروستی اعلان هېڅ ډول شرعی او ولسی بنسټ نه لری.
د طالبانو د پسرلنیو علملیاتو له اعلان وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غنی وایی، دغه عملیات د یوه مسلمان ملت او د یوه خپلواک هېواد پرضد، د طالبانو د جنګ اعلان دی.
ښاغلی غنی چې د شنبې په ورځ یې د ثور د اتمې د مجاهدینو د بری د ۲۶ مې کلیزې په مناسبت په ارګ
کې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې، ویې ویل چې وسله مخالفین غواړی په دې اعلان سره د سولې باب وتړل شی، خو په خبره یې، دی به هېڅکله دغه کار ونه کړی.
د ښاغلی غنی په خبره، افغانان پر سوله باور لری او دا باید ټولو ته واضح وی چې اختیار یې هم لری.
ښاغلی غنی زیاته کړه:
هر طالب جګړه نه غواړی، بلکې د طالبانو د یوې محدوې کړۍ له خوا جګړه د دوی په مطلق اکثریت تحمیل شوې ده، موږ په دې پوهېږو او له منځه مو خبر یوو چې میاشت مو په دې فکر وکړ، خو د دې جرات مو نه درلود چې ووایئ، ولې سوله نه کوئ، که جنګ غواړئ، په دې پوه شئ چې ولس مو په مقابل کې درېږی، د افغانستان دښمنان دا غواړی چې زه د جنګ اعلان وکړم، خو تر هغې چې موږ سولې ته نه یوو رسېدلی، سوله نه ختمېږی.»
ولسمشر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت ته په اشارې سره وویل چې دغه ځواکونه د طالبانو د جګړې او دا چې دوی له نړیوالو ترورېستی ډلو سره اړیکې لری، موجود دی.
د ښاغلی غنی په خبره، افغان حکومت په ۲۱ مه پېړۍ کې طالبانو ته د سولې تر ټولو سخاوتمندانه وړاندیز وکړ چې نړۍ هم په دې مسئلې قانع ده، خو په ورته وخت کې د دفاع لپاره به هم د امنیتی او دفاعی ځواکونو ظرفیتونه نور هم لوړ شی.
ولسمشر محمد اشرف غنی په داسې حال کې دا څرګندونې کوی چې طالبانو تېره اوونۍ د الخندق په نوم د خپلو پسرلنیو پوځی عملیاتو د پیل اعلان وکړ.
طالبانو رسنیو ته په استولې اعلامیې کې ویلی چې د الخندق په عملیاتو کې به بهرنی او افغان ځواکونه په نښه کړی.
په اعلامیې کې دغه شان د افغان حکومت له لورې، د سولې هڅې د طالبانو د کمزوری کولو لپاره یو هڅه بلل شوې ده.
له دې ټولو سره سره د ولسی جرګې مشر عبدالروف ابراهیمی بیا یادې غونډې ته وویل چې د مجاهدینو له بریا ۲۶ کاله وروسته هم افغانستان له جدی ننګونو سره مخ دی.
نوموړی وویل:
«زموږ ملت په تېرو ۴۰ کلونو کې د جهاد او مقاومت له کبله ستونزې ګاللی، خو هېڅکله مایوسه شوی نه دی او دایمی سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره به کله هم له خپلو هڅو نا امیده نه شی.»
په یاده کې غونډه کې د افغانستان د ملی اردو لوی درستیز شریف یفتلی هم د طالبانو پسرلنیو عملیاتو ته په اشارې سره وویل چې افغان ځواکونه په بشپړ ډول له خپلو خلکو او خاورې دفاع ته چمتو دی.
د ښاغلی یفتلی په خبره، د سولې د هڅو له دوام سره سره به افغان ځواکونه په دفاعی چارو کې تعلل ونه کړی.
د امریکا د متحدو ایالتونو دفاع وزارت هم تازه دا ویلی چې طالبان به د جګړې له لارې په افغانستان کې بریالی نه شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.