ښځې ته په افغانی ټولنه کې د دویم انسان په سترګه کتل کېږی

- ۱۶ جدی ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د په هېواد کې پر ښځو د جنسی تېریو پېښې ډېرې شوی دی، د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، په کار ده چې حکومت د دغو کسانو د عاملینو لپاره یوه ځانګړې محکمه جوړه کړی.
همدارنګه د بشری حقونو فعالان او د ولسی جرګې غړی وایی، چې د جنسی تېریو اصلی لامل، د دې پدیدې پر وړاندې د افغانانو، حکومت او دینی عالمانو چوپتیا او بې پروایی ده. هغوی وایی، په کار ده چې حکومت او دینی عالمان په دې اړه خپل غږ پورته کړی.
د ولسی جرګې غړې وږمه ساپۍ له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې په دې وروستیو کې پر ښځو د جنسی تېرو پېښې ډېرې شوی دی.
هغه وایی، د دې کار ستر لامل نا امنی، د حکومت له لوری په بېلابېلو نومونو د پخوانیو غیر قانونی وسله والو بېرته مسلح کېدل، چې د ښځو او ټولو هېوادوالو حقونو ته درنښت نه لری.
نوموړې په دې باور ده، چې د قانون نه حاکمیت بله هغه ستونزه ده چې په ولایاتو او ولسوالیو کې یې دغه ډول پېښې ډېرې کړی دی.
مېرمن ساپۍ زیاته کړه، که چېرې قانون په ټولو یوشان پلی شی، مجرمین په سزا ورسېږی او عدالت پلی شی؛ ښایی نورو ته عبرت شی.
د ولسی جرګې دغه غړې وایی، د ولسمشر او حکومت له لوری دې مسلې ته جدی پام نه اړول، په افغانی ټولنه کې ښځو ته په دویمه سترګه کتل او نا اهله کسانو وسله وال کول، نور هغه لاملونه دی چې د پر ښځو یې د جنسی تېریو په پېښو کې زیاتوالی راوستی دی.
اغلې وږمه ساپی وویل، د هندوستان له ښځې سره افغانه ښځه هېڅ توپیر نه لری، دا چې هلته پر یوې ښځې د جنسی تېری په غبرګون کې خلک په غذایی اعتصاب لاس پورې کوی، لاریونونه کوی؛ په کار ده چې په افغانستان کې هم چې دغه ډول پېښې په کې هره ورځ رامنځته کېږی، هېڅ افغان، هېڅ دولتی چارواکی او دینی عالمانو یې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
نوموړې وایی، د مدنی ټولنو لوری د ښځو پر وړاندې پیل شوی کمپاینونه ډېر اغېزمن ول او په کار ده چې دوام وکړی.
اغلې ساپی زیاتوی، کله چې نړیوال افغانستان ته راغلل د نورو ترڅنګ یې له افغان ښځو سره هم ژمنې وکړې؛ خو په وینا یې چې تر اوسه دغه ژمنې نه دی عملی شوی.
د ولسی جرګې دغه غړې وایی، دا چې د ښځو سره د تاوتریخوالی او پرې د جنسی تېرو پېښو زور اخیستی، په کار ده چې د دې مسایلو لپاره هغه ډول چې ټاکنو ته یوه ځانګړې محکمه جوړه شوې وه، یوه ځانګړې محکمه جوړه شی.
د هغې په خبره، علنی محکمې دې په کې تر سره شی او د دغه ډول پېښو عاملین دې په کې په درنه سزا ورسول شی.
نوموړې په دې باور ده، چې پر ښځو جنسی تېرو ته دې د یوې جدی مسلې په توګه پام وشی، ولسمشر، ستره محکمه، لویه څارنوالی او نور اړونده ادارې دې دې برخې ته جدی پاملرنه وکړی.
مېرمن وږمه ساپی وایی، په کار ده چې د بشری حقونو خپلواک کمېسیون چې د ښځو  حقونه یې یوه مهمه څانګه ده نور چوپتیا ماته کړی او د قربانی شویو ښځو غږونه دې پورته کړی.
همدارنګه د بشری حقونو د سازمان مشر لعل ګل لعل ماندګار ورځپاڼې ته وویل، چې پر ښځو د جنسی تېرو اصلی لامل نا امنی ده.
هغه وایی، نا امنی د قانون د حاکمیت او عدالت د پلی کېدا مخه ډپ کړې او کله چې قانون پلی نشی او حاکمیت تامین نشی نو طبیعی ده چې دغه ډول پېښې ډېرېږی.
نوموړی وایی، چې په ډېرو سیمو کې د قانون حاکمیت نشته، د حکومت واکمنی تر پوښتنې لاندې ده او قانون نه پلی کېږی.
دی زیاتوی، دغه حالت لامل شوی هغه کسان چې پخوا یې هم وسلې درلودې اوس هم له ځانه سره وسلې لری او هر څه یې چې زړه وغواړی ترسره کوی.
ښاغلی لعل وایی، د دغو کسانو تر شا بیا نور زورواکان شته چې ملاتړ یې کوی؛ خو اندېښنه ښیی که چېرې دغه وضعیت همداسې دوام وکړی؛ نو له بشری حقونو به سرغړونې او پر ښځو جنسی تېری ډېر شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.