د رسنیو په اړه د «م.م» د یوې غونډې پر ځنډېدو د مخکښو ژورنالستانو انتقاد!

گزارشگر:شنبه 15 ثور 1397 - ۱۴ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3د نړۍ یوشمېر مخکښو ژورنالیستانو په نړۍ کې د رسنیو د ونډې په اړه په ملګرو ملتونو کې د یوې جوړېدونکې غونډې د ځنډېدو له کبله انتقاد کړی دی.
د مې په دریمه نېټه د رسنیو د آزادی په نړیواله ورځ هغه مهال چې د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش د رسنیو د آزادی د اهمیت په اړه خبرې کولې په ملګرو ملتونو کې د رسنیو پر آزادی د بحث لپاره ځانګړې غونډه ناڅاپه وځنډول شوه.
ښاغلی ګوتریش په یو ویډیویی پیغام کې وویل، خلکو ته د رسنیو خدمات دومره لوړ ارزښت لری چې بیه نشی ورته ټاکل کېدای.
د رسنیو د آزادی او جعلی خبرونو په اړه بحث د ملګرو ملتونو د مدنیتونو د اتحاد د ټولنې په نوښت جوړېده او یوشمېر مخکښو ژورنالیستانو او د رسنیو کارپوهانو ته د ګډون بلنه پکې ورکړل شوې وه.
د ژورنالیستانو د خوندیتوب د کمیټې «CPJ» مرستیال مشر رابرت ماهونی «Robert Mahoney» د غونډې له ځنډېدو مخکې د دې مناسبت له تنظیموونکو څخه مننه وکړه خو ویې ویل چې دا غونډه ځکه وځنډول شوه چې یو ګډونوال یې غوښتل د هغه هېواد نوم واخلی چې ژورنالیستان بندیانوی.
ښاغلی ماهونی وویل موږ غوښتل په ملګرو ملتونو کې د سانسور د مخنیوی په اړه بحث وکړو خو جالبه ده چې خپله له سانسور سره مخامخ شوو.
د «CPJ» مرستیال مشر پر ټولو غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو د هغو ادارو د سیاسی کولو په وړاندې ودرېږی چې دنده یې د رسنیو له آزادی څخه دفاع ده.
د دې غونډې د تنظیم د چارو مشر الن میلر «Alan Miller»په یو بیان کې ویلی، دا غونډه وروسته له هغه وځنډېدله چې د ملګرو ملتونو د مدنیتونو د اتحاد ټولنې له یوه راپور څخه د هغو موادو د ایستلو غوښتنه وکړه چې د پاکستان، روسیې، ترکیې، مکسیکو او مصر په ګډون په یوشمېر هېوادونو کې د رسنیو پر آزادی د محدودیتونو په اړه بحث کوی.
په پام کې وه چې دا ویډیویی راپور په همدې غونډه کې وښودل شی.
ښاغلی مېلر ویلی چې ما دې سانسور ته اجازه نشوای ورکولای.
د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې مشرې ژورنالیستې فرناز فصیحی چې دې غونډې ته بلل شوې وه ویلی، زه په ډېرو هېوادونو کې د کار تجربه لرم، خو د دې خبرې اورېدو سخت ټکان راکړ چې دا بحث په ملګرو ملتونو کې وځنډېده.
مېرمن فصیحی وایی چې په نورو هېوادونو کې د دې کار تمه کېدای شی خو دا کار په ملګرو ملتونو کې باید نه وای شوی.
د دې انتقادونو په ځواب کې د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق ویلی، ملګری ملتونه بې له شکه په دې باور لری چې باید په رسنیو کې سانسور نه وی او دا خبره سمه ده چې هېڅوک باید د خپلو نظریو په اړه د خبرو په خاطر سانسور نشی.
د مدنیتونو د اتحاد د ټولنې ویاندې نهال سعد ویلی، دوی ته دا ویډیویی راپور د دوشنبې په ورځ وسپارل شو او دوی ولیدل چې توازن نه دی پکې مراعات شوی.
مېرمن سعد په یوه خبرپاڼه کې چې تېره شپه خپره شوه ویلی، د دوی ټولنې غوښتنه کړې ده چې یا دې په ټولو هېوادونو کې د رسنیو پر آزادۍ د محدودیتونو په اړه هراړخیز راپور چمتو شی او یا دې د یادو هېوادونو نومونه هم له دې ویډیویی راپور څخه وایستل شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.