د تذکرو پر کاپۍ د سټیکر نصبولو په اړه د ټاکنو د ځینو څارونکو بنسټونو غبرګون!

گزارشگر:یک شنبه 23 ثور 1397 - ۲۲ ثور ۱۳۹۷

mandegar-3د انتخاباتو ځینی څارونکی بنسټونه د تذکرو پر کاپیو د سټیکرونو پر نصبولو اندېښنه ښیی.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د دغه اقدام پر بنسټ یو کس کولای شی چې څو ځلې په څو مرکزونو کې رأیه ورکړی.
نوموړی وویل:
«وروستی تصمیم پرته له شکه په ټولنه کې اندېښنې را پارولی او ممکن له دې لارې د درغلۍ او ناوړه ګټې اخیستنې امکانات ډېر شی، که په دغو انتخاباتو کې د درغلۍ کچه زیاته وی، پر انتخاباتو به د خلکو باور کم شی.»
ښاغلی رشید ټنیګار کوی چې د درغلۍ د مخنیوی لپاره باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یو میکانیزم په پام کې ونیسی.
د ده په خبره، د معلوماتی بانک او د کره او پر وخت څارنې بانک کولای شی چې دغو اندېښنو ته ځواب ووایی.
په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا یوه اعلامیه خپره شوې چې په کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له قوله راغلی چې د خلکو د اندېښنو په ځواب کې، دغه کمېسیون تصمیم نیولی چې د مراجعه کوونکی د غوښتنې په صورت کې دې، سټیکر د تذکرې پر کاپۍ ولګول شی.
له دې وروسته ځینی راپورونه خپاره شول چې ګواکې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ځینی کمیشنران په دغه پرېکړه کې شریک نه دی.
دغه تصمیم په داسې حال کې نیول کېږی چې د هېواد ځینی خلک پر تذکرو د سټیکرونو لګول د ځانونو لپاره امنیتی خطر ګنی، له همدې امله په انتخاباتو کې له ګډون سره لېوالتیا نه ښیی.
د راپورونو له مخې، دغه اندېښنې د نوم لیکنې په پروسه کې د خلکو د ګډون د کموالی لامل دی.
په همدې دلیل د انتخابات خپلواک کمېسیون د تېرې پنجشنبې په ورځ د نوم لیکنې په ولایتی مرکزونو کې د نوم لیکنې پروسه یوه میاشت نوره هم وغځوله.
ومو غوښتل چې د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو د اندېښنو په تړاو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نظر هم واخلو، خو بریالی نه شو.
په ورته وخت کې د ولسی جرګې ځینی غړی هم د تذکرې پر کاپۍ د سټیکرونو له نصبولو سره مخالف دی.
د دغې جرګې غړی عبدالقادر وطندوست وایی:
«دا په دې معنی ده چې انتخابات به له درغلیو ډک وی، البته انتخابات نه بلکې، انتصابات به وی، د دغه اقدام په اساس یو کس کولای شی چې په لسګونو مرکزونو کې نوم لیکنه وکړی.»
د ولسی جرګې بل غړی فکوری بهشتی د معلوماتی بانک په جوړولو ټینګار کوی، ځکه د ده په خبره، معلوماتی بانک کولای شی چې د هر ډول فساد او درغلۍ مخه ونیسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.