فعالان: له هلمنده د کابل پر لور د جنګ خلاف حرکت د سولې لپاره اغېزمن دی

گزارشگر:سه شنبه 25 ثور 1397 - ۲۴ ثور ۱۳۹۷

د کابل او هلمند ولایتونو د مدنی ټولنې او بشری حقونو ځینی فعالان له هلمند ولایته د کابل پر لور د جنګ خلاف حرکت، د سولې لپاره اغېزمن ګڼی.
دا فعالان د جنګ پر ضد د هلمند ولایت د تحصن کوونکو د نوی حرکت هرکلی کوی او وایی، دغه حرکت کولای شی چې خلک د سولې په اړه فکر کولو ته وهڅوی او د جنګ پر وړاندې د اعتراض لمن پراخه کړی.
د هلمند ولایت د مدنی ټولنې یو فعال عطاالله ویسا د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غویی ۲۴» ازادی راډیو ته وویل، دغه حرکت ښیی چې خلک سولې ته د رسېدو په خاطر هر ډول قربانۍ ته چمتو دی او نور به د ناامنیو پر وړاندې غلی پاتې نه‎شی.
نوموړی وایی:
«دوی تصمیم نیولی چې د مرکز پر لور حرکت وکړی، د دې لپاره چې ټول ځوانان او ولسونه ترې فکر او الهام واخلی چې موږ د سولې لپاره هرې قربانۍ ته تیار یو، دا قربانی که پلی تګ، اعتصاب، تحصن او که پرلت وی، له دې ټولو لارو ځوانان خپلې هڅې کوی چې هېواد ته سوله راولی.»
دا په داسې حال کې ده چې د سولې لپاره د اعتراضونو، د تحصن د خیمو د درولو او د نه‌خوړو د اعتصابونو په دوام، یو شمېر هلمندی ځوانان چې د سولې غوښتنې پیغام لېږدوی له هلمنده د کابل پر لور پلی راروان شوی دی.
د هلمند والی حیات‎الله حیات د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، دغه کاروان د یکشنبې په ورځ د کابل پر لور روان شوی او هدف‌یې دا دی چې د افغانستان د خلکو او نړیوالو پام ورواړوی چې افغانان له جنګه ستړی شوی او هڅه کوی چې له هرې ممکنې او قانونی لارې، په جنګ کې ښکېلې خواوې سولې ته وهڅوی.
په هلمند ولایت کې شااوخوا دوه میاشتې مخکې د یوې مرګونې حملې وروسته، د دغه ولایت ځینو اوسېدونکو د ناامنیو پر وړاندې د اعتراض په توګه د تحصن خیمه ودروله او په جنګ کې یې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د جنګ پر ځای دې د سولې لاره ونیسی.
له دې وروسته یو شمېر خلکو په کابل، زابل، هرات، ننګرهار، کندهار او فراه ولایتونو کې د هلمند له تحصن کوونکو سره خپل ملاتړ څرګند او یاد هدف ته د رسېدو لپاره د پرلت خیمې ودرولې.
د هلمند ځوانانو د سولې په هدف د کابل په لور په پښو حرکت وکړ
دغو تحصن کوونکو ویلی، تر هغې چې اوربند ټینګ نه‎شی، خپلې مبارزې ته دوام ورکوی.
په ورته وخت کې په کابل کې د بشری حقونو فعال جاوید شکېب وایی، دغه نوی حرکت کولای شی په جنګ کې پر ښکېلو ټولو اړخونو اغېز وکړی.
نوموړی وایی:
«دا یو داسې اقدام دی چې فکر کوم د افغانستان پر خلکو او په هغو ډلو چې په یوه ډول په سیاسی تعاملاتو کې ښکېل دی، اغېز وکړی. زما په نظر اوس باید د نړیوالې ټولنې او بنسټونو پر ځای د افغانستان د سولې لپاره تمرکز په خپله پر افغانانو وشی، ځکه اصلی قربانیان همدوی دی.»
د سیاسی چارو پوه یونس فکور دغو اعتراض او تحصونونو ته د حکومت او طالبانو نه‌پاملرنې ته په کتو وایی، په افغانستان کې داسې اخلاق نه‌شته چې د مدنی او سوله غوښتونکو حرکتونو ملاتړ وشی او غږ یې واورېدل شی.
ښاغلی فکور وایی، په‎کار ده چې د جګړې ښکېلې غاړې د دوی غږ واوری او د بین‎الافغانی سولې ټینګښت ته خپل تیاری وښیی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.