حسن: د لس فیصده مخابراتی خدمتونو په مالیې کې میلیاردونه افغانی توپیر شته

گزارشگر:سه شنبه 15 جوزا 1397 - ۱۴ جوزا ۱۳۹۷

mandegar-3دافغانستان د ولسی جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون د حکومت له لورې د لس فیصده مخابراتی خدمتونو مالیې په را ټولولو اندېښنه څرګندوی.
د دغه کمېسیون رئیس وایی، د مخابراتی شرکتونو له لورې د راټولې شوې مالیې وړاندې شوی ارقام د مخابراتو وزارت له وړاندې شویو ارقامو میلیاردونه افغانۍ لوړ دی.
قیس حسن د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د جوزا په ۱۴ مه» د دغې جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې د لس فیصده مخابراتی مالیې په غیر شفاف ډول را ټولېږی.
نوموړی زیاته کړه:
«مخابراتو وزارت بېل ارقام ورکوی، دغه ارقام له هغو ارقامو سره ډېر توپیر لری چې د مخابراتی شرکتونو له لورې وړاندې کېږی، که منطقی یې وشمېرو، تفاوت لس چنده دی، یعنې میلیاردونه افغانۍ توپیر لری.»
ښاغلی حسن همدا شان وایی، ولې د مخابراتو وزارت د مخابراتی مالیې د شفافې راټولونې لپاره هغه سیستم چې مخکې یې طرحه کړی و، رامنځته نه کړ.
حکومت دوه کله وړاندې پر مخابراتی پیرودونکو باندې په سلو کې د لس فیصده مالیې راټولول وضع کړل.
د وزیرانو شورا دا پرېکړه د ولسی جرګې د غړو له سختو غبرګونونو سره مخ شوه او له غبرګونونو وروسته ولسی جرګې رد کړه.
خو د دغې مصوبې له رد سره سره د مخابراتی شبکو له خدماتو څخه لس سلنه مالیه ټولول همداسې دوام لری.
په ورته وخت کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبی د ولسې جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل، له مخابراتی خدمتونو د لس فیصدو راټولولو په اړه د حکومت له پرېکړې وروسته ۱۹،۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول شوی دی.
ښاغلی اریوبی د دغه محصول د راټولولو لپاره د یوه سیستم د جوړولو په هکله وویل چې د یاد سیستم د فعالولو چارې وروستۍ شوی او ډېر ژر به د لسو فیصدو مالیاتو مصرفی کارتونه رامنځته شی.
دی وایی:
«کله چې له شرکتونو سره حساب کېږی، پیسې یې د کمپنیو له اکاونټونو څخه په مستقیمه توګه د افغانستان بانک ته لېږدول کېږی، هېڅ یوه اداره ورته لاسرسی نه لری، کله چې دغه پیسې په شرکتونو کې ځانګړې شی، د هرې میاشتې په پای کې افغانستان بانک ته لېږدېږی.»
بل خوا د اقتصادی چارو پوه تاج محمد اکبر وایی، د مخابراتی خدمتونو د لس فیصدو مالیاتو په راټولو کې پراخ فساد موجود دی او د ده په خبره، د دغو راټولو شویو پیسو ډېره برخه دولتی چارواکو ته ورځی.
ښاغلی اکبر وړاندیز کوی چې حکومت باید د دغو مالیاتو د راټولو لپاره یو منظم سیستم جوړ کړی.
دی وایی، که دغه مالیات په شفافه توګه راټول شی، د دولت پرعوایدو به مثبت اغېز وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.