د سولې شورا: وروستۍ فتوا به سولې ته د یو شمېر طالب مشرانو لېوالتیا زیاته کړی

گزارشگر:چهار شنبه 16 جوزا 1397 - ۱۵ جوزا ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان د سولې عالی شورا د دینی عالمانو له‎خوا په افغانستان کې د روانې جګړې له ناروا بللو وروسته هیله‎مندی ښیی چې د یو شمېر طالب مشرانو لېوالتیا به سولې ته زیاته شی.
د دې شورا ویاند سید احسان طاهری وایی، په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د دینی عالمانو فتوا زیات شمېر طالبان دې ته وهڅوی چې د جګړې پر ځای د سولې لار خپله کړی.
ښاغلی طاهری د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولی ۱۵» په ورځ ازادی راډیو ته په‎دې اړه داسې وویل:
«کله چې داسې فتوا صادرېږی پرته له شکه چې د طالبانو بېلابېلې پوړۍ پرې فکر کوی چې کوم جنګ ته چې موږ دوام ورکوو، شرعی او جهاد نه‎دی او ناروا دی چې له دې سره د طالبانو د رهبرۍ په کچه کې د پرون په نسبت له سولې سره لېوالتیا زیاتېږی.»
نوموړی دا شان وویل چې د دینی عالمانو له‎خوا په افغانستان کې د روانې جګړې ناروا بلل به په دغه هېواد کې د جګړې په ملاتړ د ځینو بهرنیو هېوادونو د علماوو فتواوې بې‌ارزښته کړی.
دا څرګندونې په‎داسې حال کې مطرح کېږی چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولی ۱۴» په کابل کې له ټول افغانستانه زرګونه دینی عالمانو په یوه متفقه فتوا کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې د اوربند غوښتنه وکړه.
دوی دا شان وویل چې په افغانستان کې جهاد هېڅ ډول جواز نه‎لری او ځانمرګی بریدونه حرام دی.
د دغو علماوو په خبره په افغانستان کې روانه جګړه دینی او شرعی صبغه نه‎لری او همدا جګړه ده چې بهرنیو مداخلو ته‌یې زمینه مساعده کړې ده او د اسلام او افغانانو د بدنامۍ لامل شوې.
د غونډې ګډون‎والو په‎دې ټینګار درلود چې سوله او د سولې په اړه خبرې کولای شی، د یو مهال‌وېش له مخې له افغانستانه د بهرنیانو وتلو ته لار هواره کړی.
خو وسله‎والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دینی عالمانو دغه ناسته رد کړې ده او ویلی یې دی چې امریکا د دا شان ناستو له لارې هڅه کوی، د افغانستان د اشغال لپاره جواز ترلاسه کړی.
په ورته وخت کې د ولسی جرګې دوهم منشی عرفان‎الله عرفان وایی، په افغانستان کې د جګړې ناروا بلل په عامه ذهنیتونو اغېز لرلای شی.
ښاغلی عرفان زیاته کړه:
«یقیناً پرونۍ فتوا تر ټولو لومړی د عامو خلکو پر ذهینت اغېز لری او هغه ذهنیت چې خلکو د علماوو د خاموشۍ په اړه درلود ختم شو، دغه هیله‎مندی هم پیدا شوې چې ځانمرګی بریدونه او چاودنې دینی صبغه نه‎لری، هغه کسان چې دینی پوهه لری، پرته له شکه چې په هغوی تأثیر لری او هیله لرو چې دوی په‎خپل فکر بیا کتنه وکړی.»
دینی علماء په‎داسې حال کې په افغانستان کې د جګړې پر ضد او د سولې په ملاتړ فتوا صادروی چې څه موده وړاندې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا لسګونه دینی عالمانو په افغانستان کې ځانمرګی بریدونه او تاوتریخوالی د اسلام د دین پر خلاف وباله.
دا شان په یو شمېر ولایتونو کې ځینو ځوانانو د پرلت د خیمو په درولو سره د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې یو شمېر هلمندی ځوانانو د کابل په لور پلی حرکت پیل کړی چې غوښتنه‌یې په افغانستان کې د جګړې ختمول او د سولې ټینګښت دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.