مالیې وزارت: حکـومت د ۲۰۲۴ کـال تر پـایه د افغـان ځواکونـو مالـی تمـویل ته ژمـن دی

گزارشگر:دوشنبه 21 جوزا 1397 - ۲۰ جوزا ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان د مالیې وزارت وایی، افغان حکومت ژمن دی چې د ۲۰۲۴ میلادی کال تر پایه د افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو مالی تمویل په خپله غاړه واخلی.
مالیې وزارت وایی، حکومت هڅه کوی چې د ۲۰۲۴ میلادی کال تر پایه په دفاعی او امنیتی بسټونو کې د اصلاحاتو ترڅنګ، د دفاعی او امنیتی ځواکونو مالی لګښت هم په غاړه واخلی.
د دغه وزارت مرستیال خالد پاینده د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۷ کال د جوزا په ۲۰ مه» په ولسمشرۍ ماڼې کې د افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو د مالی تمویل، څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ ناستې ته وویل چې د افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو ظرفیت لوړونه او ترمنځ یې همغږی رامنځته کول د حکومت په لومړیتوبونو کې دی.
نوموړی زیاته کړه:
«د شیکاګو په کنفرانس کې د افغانستان د حکومت د ژمنې مطابق، افغان حکومت ژمن دی چې د ۲۰۲۴ میلادی کال تر پایه پورې د افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو لګښت او مالی تمویل په غاړه واخلی، دا شان حکومت د دفاعی او امنیتی ځواکونو ظرفیت لوړونې، له اداری فساد سره د مبارزې او د امنیتی ځواکونو د مالی ملاتړ په برخه کې د ډېرې ونډې اخیستنې لپاره هڅه کوی.»
د افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو د مالی تمویل، څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ په لسمه ناسته کې د ۲۵ هېوادونو او بېلابېلو نړیوالو بنسټونو استازو ګډون کړی و چې د افغانستان په دفاعی او امنیتی ارګانونو کې د شته ستونزو او پرمختګونو ارزونه کوی.
دغه ناسته په هرو شپږو میاشتو کې یوځل ترسره کېږی چې له مخې یې د افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو د تمویل او تجهیز او د مرستو په اړه پرېکړه کېږی.
د دفاعی او امنیتی ځواکونو د مالی تمویل، څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ مشر جیوفری وان لیوون یادې ناستې ته وویل چې افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو د جګړې په ډګرونو کې د ترورېستانو په وړاندې د پام وړ پرمختګ کړی او په بریالی توګه پرمخ روان دی.
ښاغلی لیوون په افغان امنیتی او دفاعی بنسټونو کې شفافیت او همغږی مهم وبلل او له افغان حکومته یې وغوښتل چې دې برخه ته پاملرنه لا ډېره کړی.
بل خوا د ناټو سرمنشی ینس سټولټنبرګ ویلی چې د ناټو د غړو هېوادونو د سرمشرانو په غونډه کې چې ټاکل شوې د روان میلادی کال په جولای میاشت کې وشی، د ناټو غړی هېوادونه به موافقه وکړی چې له افغان ځواکونو سره له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۴ مېلادی کاله پورې د مرستو ژمنې وکړی.
په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویندوی د دفتر سرپرست محمد رادمنش هیله مندی ښیی چې افغان حکومت به وتوانېږی چې د ځان بسیاینې له لارې د ۲۰۲۴ میلادی کال تر پایه پورې افغان دفاعی او امنیتی ځواکونه مالی تمویل کړی.
دی وایی:
«موږ هیله لرو چې په افغانستان کې سوله ټینګه شی او افغانستان وتوانېږی چې په اقتصادی او سیاسی لحاظ په ځان بسیا شی او وتوانېږی چې خپل امنیتی او دفاعی ځواکونه اکمال کړی او اوسمهال د افغانستان دفاعی ځواکونه د ناټو او امریکا له خوا تمویلېږی.»
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی له دې وړاندې ویلی وو چې تر ۲۰۲۴ میلادی کال پورې حکومت هڅه کوی چې کورنی عواید لږ تر لږه ۸ میلیارده ډالرو ته لوړ کړی او دغه هېواد له امنیتی او اقتصادی اړخه ځان بسیاینې ته ورسوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.