په امریکا کې به ولسمشر کرزی د واک غځولو هڅه وکړی

- ۱۸ جدی ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې ولسمشر کرزی په یوه درې ورځنی سفر امریکا ته تللی، یوشمېر سیاسی شننونکی وایی، نوموړی به له خپل امریکایی سیال سره په یولړ مهمو مسایلو خبرې وکړی.
دغه شنناندی زیاتوی، چې ولسمشر کرزی به همدارنګه له اوباما سره په لیدنه کې د خپل واک د غځولو  هڅه هم وکړی.
د ولسی جرګې غړی ډاکټر محی الدین مهدی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، کله چې باراک اوباما په دویم ځل ولسمشر شو نو ولسمشر کرزی ته یې بلنه ورکړه، چې باید د واک په غځېدو خبره وکړو او امریکا ته د تګ ظاهری پلمه او نوم یې دا کړ، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په اړه به بحث کوی.
هغه وایی، په دې لیدنه کې به د ولسمشر کرزی پاتې یوې کلنې دورې څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شی؛ خو زیاتوی ویل کېږی ولسمشر د دې پلوی دی، سره له دې چې قانون ورته اجازه نه ورکوی؛ خو غواړی چې د واک موده یې وغځېږی.
د نوموړی په خبره، ولسمشر کرزی به هڅه وکړی چې خپل امریکایی سیال په دې قانع کړی چې په یوه کال کې نشی کېدای چې هم بهرنی ځواکونه له افغانستانه ووځی، امنیتی واک ولېږدوی او ټاکنې تر سره کړی.
د ښاغلی مهدی په خبره، ویل کېږی چې ولسمشر کرزی د چارو د ادارې د مشر له لارې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته امر کړی چې د رایه ورکولو لپاره نوملیکنه وځنډوی.
هغه زیاتوی، دا یوه ډېره مهمه مسله ده، ولسمشر غواړی چې په زړو کارتونو ټاکنې تر سره شی، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون استدلال دا دی چې نوی کارتونه باید توزیع شی او پخوانیو کې تصفیه کاری وشی، همدارنګه هغه کسان چې نوی یې د رایه ورکونې شرطونه پوره کړی هغوی هم کارتونه تر لاسه کړی.
نوموړی وایی، دغه ټول مسایل د دې ښودنه کوی چې ولسمشر کرزی به یو ځل بیا په امریکا کې د خپل واک د غځولو هڅه وکړی.
د ولسی جرګې دغه غړی په دې باور دی، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کېدو د کره نېټې معلومول یو اړین کار دی، چې پر حکومت سربېره ورسره، سیاسی ډلې او د حکومت منتقدین ټول ورسره همنظره دی، یوازې طالبان یې مخالفت کوی او د هغوی موخه هم روښانه ده.
دی وایی، کېدای شی په افغانستان کې له شپږو زرو نه تر شلو زرو پورې امریکایی سرتېری په افغانستان کې پاتې شی، چې په یو لړ عملیاتو کې هم برخه واخلی.
همدارنګه د سیاسی چارو شننونکی وحیدا مژده ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې له امریکایی سیال سره د ولسمشر کرزی د لیدنې مهمه خبره د دواړو هېوادونو تر منځ په امنیتی تړون بحث وی، چې امریکا په افغانستان څومره پوځیان، څومره پوځی اډې او د کوم مهال لپاره غواړی.
هغه وایی، امریکا په افغانستان کې دوه ډوله پوځی اډې غواړی، چې یوه یې ستراتېژیکې او بله هغه یې عملیاتی دی.
نوموړی زیاته کړه، د دې لیدنې دویمه مهمه مسله د افغان ځواک تجهیزول دی. د ښاغلی مژده په خبره، څه وخت وړاندې ملی دفاع وزارت اعلان وکړ، چې افغان ملی اردو درې اساسی شیان نه لری، چې لومړی یې هوایی ځواک، دویم یې درنې وسلې او درېیمه انجینری وړتیا چې وکولای شی دغه وسایل وچلولای شی او څلورم استخباراتی وړتیا او روزنه چې تر اوسه ورکړل شوې نه ده.

د ده په خبره، له دې معلومېږی چې افغان ملی اردو تر اوسه اردو نه ده ځکه هغه مهمې برخو یې یوه هم نه لری؛ نو دا هم مهمه خبره ده چې ولسمشر کرزی به پرې له امریکا سره خبرې کوی، چې په دغو شیانو افغان اردو تر ۲۰۱۴ کاله تجهیز شی.
د ښاغلی مژده په وینا، بله مهمه خبره دا ده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغانستان سره د امریکا مرستې دوام پیدا کړی او دا مرستې د افغان حکومت له لارې ولګېږی.
د سیاسی چارو دغه شننونکی زیاتوی، د دې ترڅنګ بله مهمه خبره د سولې ده، چې ولسمشر به له امریکا وغواړی په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړی.
هغه وایی، ولسمشر کرزی به همدارنګه له باراک اوباما وغواړی چې قطر ته دې واداره کړی چې طالبان چمتو کړی څو له افغان حکومت سره خبرې وکړی؛ ځکه تر اوسه قطر دا مسله نه ده منلې او استدلال یې دا دی، چې دغه هېواد ته د طالبانو د ورتللو دلیل دا و چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې وشې او هغه مهال افغان دولت په کې نه و شامل.
د وحید مژده په وینا، بله د بحث وړ موضوع په افغانستان کې د پاتې کېدونکیو سرتېرو قضایی مصونیت دی چې امریکا ور څخه نه تېرېږی او ښکاری، چې افغان حکومت به له دې مسلې تېر شی.
هغه وایی، امریکا له افغانستان نه غوښتنې نه لری، ځکه افغان حکومت په دې موقف کې نه دی چې امریکا ترې غوښتنې ولری، بلکې افغان حکومت به ترېنه غوښتنې ولری او افغان حکومت مجبوره دی چې دغه تړون لاسلیک کړی.
دغه زیاتوی، که چېرې اټکل دا وی چې ولسمشر به ترېنه د فساد ورکېدا وغواړی دا مسله ډېره یاده شوې او اوس یې د یوې ببولالې بڼه خپله کړې ده.
ښاغلی مژده وایی، ځینې خلک داسې انګېری چې ولسمشر به له باراک اوباما وغواړی چې په داسې شرط ورسره امنیتی تړون لاسلیکوی چې په راتلونکیو ټاکنو کې له هغه چا ملاتړ وکړی چې د ده د تایید وړ وی؛ خو دا مسله نه یادېږی او بحث کېدای شی پرې ونه شی.
دغه سیاسی شنناند زیاتوی، که په دې برخه کې ولسمشر کرزی کوم شرط هم ولری د امریکا له لوری نه منل کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.