در ارگ مشاوریت دفتر د عامه اړیکو مسوول: له اروپا، چین، روسیې، دوبۍ او د هند له ښارونو سره نوی هوایی دهلېزونه رامنځته شوی دی

گزارشگر:سه شنبه 27 سنبله 1397 - ۲۶ سنبله ۱۳۹۷

mandegar-3په مالی او بانکی چارو کې د ارگ مشاوریت د هیواد له هوایی شرکتونو، صنایعو او سوداګرۍ خونې سره اروپا، چین، روسیې، دوبۍ او د هند ټولو ښارونو ته د هوایی دهلېزونو د رامنځته کېدو هوکړه لیکونه لاسلیک کړی دی. د نویو هوایی دهلېزونو د رامنځته کېدو موخه یادو هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو د کچې لوړول دی.
په مالی او بانکی چارو کې د غنی مشاوریت دفتر د عامه اړیکو مسوول، سمیر رسا د دوشنبې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبری کنفرانس پر مهال وویل:» نېږدې راتلونکې کې به اروپا، چین، روسیې، دوبۍ او د هند ټولو ښارونو ته د نویو هوایی دهلېزونو له لارې سوداګریز توکی ولېږدول شی.»
له دې مخکې له ترکیې، سعودی عربستان، قزاقستان او د هندوستان له ډهلی او ممبی ښارونو سره هوایی دهلېزونه رامنځته شوی وو، چې له پیل څخه تر دې مهاله د دغو هوایی دهلېزونو له لارې ۱۶۹ الوتنې ترسره شوې دی. په دې الوتنو کې د تازه او وچو مېوو، د هنګ طبی بوټو، قالینو او پوستکو په ګډون ۲۹۶۱ ټنه سوداګریز توکی لېږدول شوی دی.
رسا د اقتصاد د عالی شورا لخوا د صنعتی پارکونو د پالیسې تصویب ته په اشارې سره وویل، اوس مهال د ۱۱ ولایتونو په ۱۳ صنعتی پارکونو کې پانګې اچوونکو ته د ځمکو د وېش زمینه برابره شوې ده. نوموړی زیاته کړه، چې ډېر ژر به د باریک آب په صنعتی پارک کې هغو ۱۶ شرکتونو ته چې په شرایطو برابردی د ځمکو د وېش لړۍ پیل شی.
د مشاوریت دفتر د عامه اړیکو مسوول، د افغانستان او هندوستان د سوداګریز نندارتون، چې د څلورو ورځو لپاره د ممبی په ښار کې جوړ شوی و، د پانګې اچوونکو لپاره یوه ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې په هغه کې د ۳۰۰ افغان سوداګرو ۱۶۰ غرفې، ۱۲۰۰ هندی شرکتونو او د نړۍ له بېلابېلو هیوادونو څخه څه باندې ۱۰۰ کسانو ګډون کړی وو.
افغان سوداګرو په دې نندارتون کې د قالینو، وچو مېوو، کانونو، روغتیا، انرژۍ، ټکنالوژۍ او خدمتونو په برخو کې سلګونه تړونونه لاسلیک کړل.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.