گزارشگر:یک شنبه 1 میزان 1397 - ۳۱ سنبله ۱۳۹۷
د هېواد دفاع وزارت پارون(شنبې د وږی۳۱مه) خبرپاڼه کې ویلی دی چې د امنیتی – دفاعی ګډو ځواکونو په ځمکنیو او هوایی عملیاتو کې ۴۶ وسلهوال وژل شوی دی.
د خبرپاڼې په حواله، دا پوځی عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې شوی دی.
دفاع وزارت همداراز د ۳۴ وسلهوالو له ټپی کېدو هم خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې پوځی عملیات په ننګرهار، غزنی، پکتیا، خوست، کندهار، زابل، ارزګان، بادغیس، هرات، فاریاب، بغلان، سرپل او هلمند ولایتونو کې شوی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د دې عملیاتو په لړ کې پراخې سیمې د دولت مخالفو وسلهوالو له شتونه پاکې شوې دی.
د دفاع وزارت افغان ځواکونو ته د احتمالی اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دی ویلی.
Comments are closed.