د کنـدهار د ټاکنـو تړلـی دفتـر بېـرته پـرانیستل شـی

گزارشگر:سه شنبه 3 میران 1397 - ۰۲ میزان ۱۳۹۷

mandegar-3د کندهار د ټاکنو تړلی دفتر به ډیر ژر بېرته پرانیستل شی.
تېره شنبه د لوی ملی ایتلاف غړو د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دفتر د دغه کمیسیون د مامورینو پر مخ وتاړه او د کمیسیون مخته‌یې د پرلت خېمه ووهله.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر نعمت الله وردګ وایی، چې د کندهار د ولایتی دفتر تړل کېدو نه یوازې د دوی پر کارونو منفی اغیز کړی؛ بلکې د ټاکنو په اړه یې په خلګو کې هم بېلا بېل شکونه راپېدا کړی دی.
وردګ وویل: د قومی مشرانو او اعتراض کوونکو سره دې پریکړې ته رسېدلی، چې د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دفتر به ډیر ژر بېرته د خپلو مامورینو پر مخ پرانیزی.
د کندهار اوسیدونکی هم د سیاستوالو له لوری د ټاکنو په څیر د مهمو سیاسی بهیرونو په وړاندې د خنډونو جوړول غندی او له چارواکو غواړی، چې مخه‌یې ونیسی.
عام خلګ وایی که د ټاکنو د دفترونه همداسې تړلی پاتې شی نو دوی به د خپلو استازو د ټاکلو له حق څخه محروم شی.
امنیتی ځواکونو په ننګرهار، بلخ او هرات کې د ټاکنو تړل شوی دفترونه بیرته خلاص کړی دی خو په یو شمېر ولایتونو کې لاهم د ټاکنو دفترونه تړلی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایی دولسی جرګې ټاکنې له خپل وخته یعنې د روان میزان میاشتی له ۲۸ نیټې نه اړوی.
ملی او نړیوالو ځواکونو ددغه ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره د امنیتی چمتوالی خبر ورکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.