د انتخاباتو کمېسیون د بایومټریک څلور زره دستګاوې ترلاسه کړی

گزارشگر:شنبه 7 میزان 1397 - ۰۶ میزان ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکی وایی چې تر دې دمه یې د بایومتریک څلور زره د ستګاوې ترلاسه کړی او ډېر ژر به نورې هم ترلاسه کړی.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مالی او اداری مرستیال معاذالله دولتی وایی چې پاتې شل زره د ستګاوې به راتلونکې اونۍ ترلاسه کړی: «د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له ۴ زرو زیاتې دستګاوې ترلاسه کړی او تمه ده د رای ورکولو د ټولو یوویشت زره مرکزونو لپاره چې ۲۴ زره ورته په پام کې نیول شوې دی، د اړتیا وړ بایومتریک دستګاوې په راروانه اونۍ کې کمیسیون ته ورکړل شی.»
ښاغلی دولتی وایی، هڅې روانې دی چې بایومتریک دستګاوې د رای ورکولو ټولو مرکزونو او محلونو ته واستول شی، خو نوموړی یادونه کوی چې په بیلابیلو دلایلو د رای ورکولو ځینو مرکزونو ته د دې دستګاوو د نه رسیدو په صورت کې به کمیسیون بیا هم د امکان تر حده هڅه وکړی چې انتخابات له درغلیو پرته او په شفافیت سره کړی.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مالی او ادارې مرستیال همداراز وویل رای پاڼې به د رای ورکولو مرکزونو ته د راجسټر شویو خلکو له فهرست سره سم واستول شی.
خو د آزادو او عادلانه انتخاباتو ټولنه د انتخاباتو په ورځ د دوو طریقو له کارولو سره مخالفت کوی.
د دې ټولنې اجراییوی رییس یوسف رشید آزادۍ راډیو ته وویل دوه ګونې طریقې ښایی داسې ستونزې رامینځ ته کړی چې بیا به اداره کېږی نه: «په کار ده چې واحد موقف او واحده تګلاره ونیسی. که رای پاڼې دی که بایومتریک دی په دې ټولو کې باید واحده تګلاره وی. دوه ګونې طریقې هېڅ ګټه نلری او ښایی له انتخاباتو وروسته نوې ستونزې رامینځ ته کړی چې مدیریت یې ښایی ډېر ساده نه وی.»
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسی جرګې په انتخاباتو کې له بایومتریک سیسټم څخه د کار اخیستو پریکړه وروسته له هغه وکړه چې له څو سیاسی ګوندونو جوړ لوی ملی ائتلاف بایومتریک سیسټم د درغلیو د مخنیوی لپاره مهم وباله، ویې ویل که له دې سیسټم څخه کار وانخیستل شی نو دوی به دا انتخابات تحریم کړی.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایی چې د دې سیسټم به مرسته به دا یقینی شی چې یو کس له یوځل زیاتې رایې ورنکړی.
په پام کې ده چې د ولسی جرګې انتخابات د روانې تلې- میزان په ۲۸مه ترسره شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.