پادخوابی: پاکستان له نړیوالو د باج اخېستو لپاره له طالبانو د ملاتړ اعتراف کوی

گزارشگر:سه شنبه 10 میزان 1397 - ۰۹ میزان ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وایی، پاکستان د خپلو شخصی ګټو او له نړیوالو د باج اخېستلو لپاره له طالبانو د ملاتړ اعتراف کوی.
د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون او یو شمېر کارپوهان وایی، پاکستان د دې لپاره چې نړیوالو ته ځان مهم وښیې او امتیازات ترلاسه کړی له طالبانو د ملاتړ اعتراف کوی.
د ولسی جرګې د نړیوالو کمېسیون رئیس زمرک پادخوابی د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې له طالبانو د پاکستان د ملاتړ او نه ملاتړ اعتراف له نړیوالو د باج اخېستو لپاره دی.
دی وایی: «له نړیوالو غواړی چې باج واخلی او په‎دې پلمه ځان مهم وښیې، د دوی همدغه درواغجن سیاست دی، زما له نظره کله چې دوی له طالبانو د ملاتړ اعتراف کوی او یا نه‎کوی، خبره ټوله د دوی په ګټو کې ده، خو له بده‎مرغه چې دوی لا تراوسه په سمه توګه تر نړیوال فشار لاندې نه‎دی راغلی.»
د ښاغلی پادخوابی په خبره، پاکستانی چارواکو له تېرو څلورو لسیزو راهیسې دا هڅه کړې چې د افغانستان له بې ثباتۍ او ناامنۍ ګټه پورته کړی او په‎دغه هېواد کې د جګړې اور ته لمن ووهی.
دا په‎داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی په‎دې وروستیو کې ویلی چې پاکستانی جنرالانو د پاکستان د ګټو په خاطر له طالبانو ملاتړ کړی دی.
ښاغلی قریشی ویلی، که طالبانو ته لازم قناعت او انګېزه ورکړل شی د سولې خبرې به رد نه‎کړی.
نوموړی دا خبرې داسې مهال کوی چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکی کې پاکستان د افغانستان د سولې په تړاو د دینی عالمانو د یوې مشورتی ناستې کوربه وی.
پاکستانی جنرالان تل د افغانستان په جګړه کې د طالبانو په ملاتړ تورن شوی، خو پاکستان له دې وړاندې دا شان تورونه رد کړی وو.
په غزنی ولایت د طالبانو په ډله‎ییزه حمله کې هم د دغه ولایت سیمه‎ییزو چارواکو ویلی وو چې د جګړې مدیریت د پاکستانی جنرالانو په لاس وو.
د افغانستان د سولې او جګړې د انسټیټیوټ سرپرست حکمت‎الله اعظمی په‎دې باور دی چې پاکستان غواړی له دې لارې پر طالبانو د خپل نفوذ نه سیاسی، اقتصادی او نورې ګټې واخلی.
اعظمی زیاتوی: «زه فکر کوم، دوی غواړی له دا شان اعترافونو نه ګټه واخلی او نړیوالو ته دا وښیې چې دوی په طالبانو نفوذ لری او نړیوال باید له دوی سره اړیکې ښې او فشارونه کم کړی چې دوی خپل رول ولوبوی.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظارخادم بیا په‎دې نظر دی چې ښایې د پاکستان نوی حکومت په دا شان اعترافونو سره غواړی، د سیمې هېوادونو سره په اړیکو کې خپله رښتینولی وښیې.
د ښاغلی خادم په خبره، له طالبانو د پاکستانی جنرالانو د ملاتړ په تړاو د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیرد اعتراف یو لامل دا هم کیدای شی چې نړیوالو ته دا په اثبات ورسوی چې پاکستان د افغانستان په مسئله کې دخیل او د سولې په بهیر کې یې رول مهم او اغېزمن دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.