له ننګرهاره د انتخاباتو شکایاتو کمېسیون ته استول شوی اسناد نیمګړی رسیدلی

گزارشگر:شنبه 21 میزان 1397 - ۲۰ میزان ۱۳۹۷

mandegar-3له ننګرهار ولایت څخه د انتخاباتو د شکایاتو کمېسیون ته د نوماندانو په اړه ځواب شوی اصطلامونه په بشپړ ډول نه‎دی رسېدلی.
دا موضوع هغه مهال روښانه شوه چې د انتخاباتو د شکایاتو کمېسیون چارواکی په ننګرهار کې خلکو سره د لیدنو پر مهال له تُندو نیوکو سره مخ شول.
د پنجشنبې په ورځ د دې کمېسیون مشرانو د یوې پراخې غونډې له لارې د سیاسی احزابو، مدنی فعالانو او ځوانانو ناسته بللې وه چې په‎دې ناسته کې یو شمېر ګډونوالو د انتخاباتو د شکایاتو کمېسیون کړنې غېرې عادلانه او بې اساسه یادې کړې.
دوی نیوکه وکړه چې د شکایاتو کمېسیون پریکړې د اسناد پر بنسټ نه بلکې د تفاهم له مخې شوی: «د ننګرهار نه مشخص کسان په نښه شوی وو، په یوه لېست کې نومونه راغلی وو، څنګه یو حذف کېږی او دا بل له لېسته ویستل کېږی.
د غونډې برخوال وایی: «تاسو وایئ چې د ننګرهار خلک شکایت نه کوی، دا حکومت غاصبین پېژنی، اختطافګر پېژنی ولې یې په اړه اقدام ونه کړ؟»
د شکایاتو کمېسیون کمېشنر غلام دستګیر هدایت بیا د خلکو د نیوکو په ځواب کې دا ومنله چې د افغانستان نظام دومره توان نه‎لری چې په یوار د مافیایی کړیو نومونه له لېسته حذف کړی.
نوموړی وویل: «د افغانستان نظام داسې حالت کې نه‎دی چې د ټولو مافیایی کړیو د حذف د کنټرول توان ولری، تاسو باید په‎دې پوه شئ.»
خو د شکایاتو کمېسیون ویاند علی رضا روحانی بیا په ټینګار سره وویل چې دوی ټولو شکایتونو ته رسیدنه کړې او د نوماندانو په اړه د موجوده رسمی اسنادو پر بنسټ د حذف پریکړه شوې.
د خلکو د دې نیوکو په اړه چې د ولایت مقام له‎خوا د شکایاتو کمېسیون ته د دوو نوماندانو په اړه اسناد استول شوی، خو پریکړې بیا د دې اسنادو خلاف شوی ښاغلی روحانی یوازې دومره وویل، کوم اسناد چې خلک یې په اړه پوښتنه کوی د ننګرهار ولایت مقام څخه دوی ته نه‎دی رسیدلی.
دی وایی: «که تاسو فکر کوئ چې زموږ د دې ځای دفتر ته اسناد سپارل شوی او موږ ته نه‎دی رارسېدلی دا ثابته کړئ.»
خو د ننګرهار والی حیات الله حیات د رسنیو پر وړاندې ټینګار وکړ چې د دوو نومانانو په اړه اړوندو ادارو خپل ټول اسناد کمېسیون ته سپارلی او اسناد موجود دی.
ښاغلی حیات زیاته کړه: «موږ د هغو دوو نوماندانو په اړه چې شکایت وو، د شکایتونو ټاکنیز کمېسیون ته زموږ د ملی امنیت او نورو اړوندو ادارو ټول اسناد په خپل وخت ورسولی.»
دا چې د ننګرهار ولایت څخه استول شوی مکتوبونه څنګه د شکایاتو کمېسیون ته مکمل نه‎دی رسیدلی او ولې لادرکه شوی؟ د شکایاتو کمېسیون هېڅ یوه مسوول کس یې ځواب ونه ویل او دا پوښتنه لا هم بې ځوابه پاتې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.