احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





سولې شورا: د مسکو پر ناستې هوکړه شوې او پایلو ته‌یې خوشبین یو

گزارشگر:شنبه 5 عقرب 1397 - ۰۴ عقرب ۱۳۹۷

mandegar-3د افغانستان د سولې عالی شورا وایی، د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو ناستې جوړېدو ته موافقه شوې او د سولې عالی شورا یې پایلو ته خوشبینه ده.
په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هدف د هڅو په دوام، د افغانستان د سولې عالی شورا هیله ښیې چې د مسکو په ناسته کې د افغان پلاوی ګډون به له لاسته راوړنو ډک وی.
د یادې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد ازادی راډیو ته وویل، دغه ناسته د سولې له ټیګنښت سره مرسته کوی او تمه ده چې دغه ناسته د راتلوونکی اوونۍ تر پایه جوړه شی.
ښاغلی دین محمد زیاته کړه: «مسکو ناسته کې د ټولو لورو اتفاق پکی اخېستل کیږی د راتلوونکی اونۍ تر پایه به جوړه شی، د افغانستان لوری سره هم تفاهم شوی او برخه پکی اخلی، پدې ناسته کې بیلابیلې لوری دی او مونږ د ناستې پایلو ته هیله مند یو چې ښه نتېجه به ترې واخلو.»
نوموړی وویل، د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو په ناسته افغان پلاوی ګډون کوی چې د سولې عالی شورا یو غړی هم په کې حضور لری.
ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په تړاو په مسکو کې دغه ناسته د راتلوونکی اوونۍ تر پایه جوړه شی.
که څه هم ټاکل شوې وه چې د افغانستان سولې په اړه دغه د مسکو ناسته د تېرې میلادی میاشتې په لومړیو کې جوړه شوې وای، خو د افغان حکومت د نه ګډون له کبله دغه ناسته وځنډېده.
روسی چارواکو هم ویلی، د روانې میلادی میاشتې تر وروستیو پورې به د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو ناسته ترسره شی او په دغه ناست کې د افغانستان تر څنګ امریکا، طالبان او د سیمې هېوادونو ته هم په ‌کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.
که څه هم طالبانو په دغه ناسته کې د ګډون په اړه رسمی څه نه دی ویلی، خو روسی چارواکو تر دې وړاندې ویلی، طالبان چمتو دی چې په مسکو کې د افغانستان د سولې اړوند جوړېدونکی کنفرانس کې ګډون وکړی.
ازادی راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نظر هم واخلی، خو بریالۍ نه‌شوه.
په همدې حال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسی علومو د پوهنځی استاد پوهاند ودیر ساپی د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، افغان حکومت باید له رامنځته شوی فرصته د سولې د راوستلو لپاره ښه ګټه پورته کړی.
خو د نوموړی په وینا، افغانستان باید داسې پالیسې غوره کړی، څو ښکېل هېوادونه دې ته اړ شی چې د سولې لپاره صادقانه همکاری وکړی.
ښاغلی ساپی زیاته کړه: «افغانستان ته اړتیا ده چې داسې ډیپلوماسی غوره کړی چې پاکستان، ایران، چین او روسیه او حتی هند هم دې ته اړ شی چې د افغانستان سولې لپاره صادقانه همکاری وکړی، خو زما په نظر اوسنی حکومت دا توان نه‌لری.»
نوموړی روانو حالاتو ته په اشارې سره وویل چې اوس امریکا او روسیه دې نتیجې ته رسېدلی چې د افغانستان سوله یې په ګټه ده.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له ‌‌پاره سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیل ‌زاد په استولو سره د سولې هڅو ته زور ورکړی.
ښاغلی ساپی دې موضوع ته په پام سره وایی چې د افغانستان د سولې په اړه هڅې تر بل هر وخت زیاتې شوی او دا د دې ښودنه کوی چې د سولې بهیر بالاخره بریا ته رسېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.