ملګری ملتونه: د ژینو کنفرانس د افغاستان سولې لپاره یوه موقع ده

گزارشگر:سه شنبه 8 عقرب 1397 - ۰۷ عقرب ۱۳۹۷

mandegarملګری ملتونه وایی، د نومبر په ۲۸مه د ژینو کنفرانس به یوه موقع وی، څو د افغانستان د سولې او ثبات لپاره روانې هڅې وارزول شی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو وایی، د سولې د ټینګښت لپاره د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له‎خوا ډېرې هڅې شوې دی.
تدامیچی یاماموتو دا خبره پرون شپه په کابل کې په هغه غونډه کې وکړه چې د ژینو د کنفرانس د تیاریو لپاره جوړه شوې وه.
هغه وویل چې د نومبر په ۲۸مه به د ژینو کنفرانس یوه موقع وی، څو د افغانستان د سولې لپاره شوې هڅې وارزول شی.
یاماموتو زیاته کړه: «په‎دې کنفرانس کې به د سولې په اړه یو ځانګړی بحث وی. ډېر اوږد بحث به نه‎وی، خو لومړی وار به وی چې د سولې په اړه به ځانګړی بحث دایرېږی. تصادفاً په ژینو کې د وزیرانو په کچه دا کنفرانس دقیقاً د کابل پروسې له ناستې نهه میاشتې وروسته دایرېږی. موږ به یوه بله موقع ولرو چې وهلې لاره مو وارزوو او وګورو چې نړیواله ټولنه تر کومې اندازې پوهېږی چې موږ په کومې خوا روان یو.»
د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د افغانستان حکومت او نړیوالې ټولنې پام وروسته له هغه زیات شو چې د روان میلادی کال د فبرورۍ په ۲۸مه د کابل پروسې د ناستې پر مهال ولسمشر اشرف غنی طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ.
د پرون شپې په غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین ربانی وویل چې د سولې لپاره له ټاکلو هدفونو لیرې پاتې یو.
هغه چې په بهرنیو چارو وزارت کې د غونډې کوربه و دا هیله هم وښوده چې د ژینو کنفرانس به د سولې او ثبات لپاره د هڅو په انسجام کې مرسته وکړی.
ښاغلی ربانی زیاته کړه: «لکه څنګه چې مو پخوا یاده کړې په افغانستان کې د روانې جګړې د سوله‌ییز حل لپاره زموږ قاطعیت غښتلی پاتې دی. د سولې له هڅو سره سره چې په‌کې له طالبانو سره موقت اوربند هم شامل دی د سولې له ټاکلو هدفونو لیرې پاتې یو، نو ځکه به هم ژینو کنفرانس یوه موقع وی چې په دې بحث وکړو چې څنګه په ملی، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د افغان سولې او ثبات لپاره خپلې هڅې منسجمولی شو.»
واشنګټن د افغانستان سولې د خبرو د مخته وړلو لپاره افغانی‌الاصله امریکایی سیاستوال زلمی خلیل‌زاد د خپل ځانګړی استازی په توګه ټاکلی او اخوا روسیه هم د افغان سولې په باب د یوې نړیوالې ناستې د ترسره کولو له هڅو خبرې کوی.
د ژینو غونډه په اصل کې د هغو ۱۵ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالرو ژمنه شویو مرستو د پایلو د ارزولو لپاره دایرېږی چې په ۲۰۱۶ میلادی کال کې له افغانستان سره شوی، خو د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خاص بحث هم په پام کې لری.
دا غونډه د سویس په ژینو ښار کې د نومبر په ۲۸مه ترسره کېږی چې د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو سازمانونو مشران په‌کې برخه اخلی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما او د افغان حکومت په استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت د ژینو د کنفرانس تیارۍ مخته وړی.
یوناما هیله ښودلې چې د ژینو په کنفرانس کې به د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره نړیوال یو وار بیا خپله ژمنه تازه کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.