په لومړی ځل د افغانستان جلغوزې د هوایی دهلېز له لارې چین ته صادر شوې

گزارشگر:چهار شنبه 16 عقرب 1397 - ۱۵ عقرب ۱۳۹۷

mandegarولسمشر محمداشرف غنی د افغانستان-چین ترمنځ هوایی سوداګریز دهلېز پرانیست.
په لومړی ځل د افغانستان جلغوزې د افغانستان په مارکه د هوایی دهلېز له لارې چین ته صادر شوې.
محمد اشرف غنی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۱۵» په کابل کې له چین سره د هوایی دهلېز په پرانیست غونډه کې وویل، تمه ده چې د افغانستان هر تولیداتی قلم په یو ځنځیروی ارزښت بدل شی.
نوموړی زیاته کړه: «د خصوصی سکټور پیغام ټولې نړۍ ته دا دی چې د افغانستان صادرات به د افغانستان په اوچت نوم نړۍ ته صادرېږی، نه د بل چا په نامه، جلغوزې یې لومړۍ برخه ده، هیله مې دا ده چې د افغانستان هر تولیداتی قلم په یو ځنځیروی ارزښت بدل شی.»
ښاغلی غنی دا هم وویل چې هر کال به د لړم ۱۵مه نېټه د جلغوزیو د ملی ورځې په توګه لمانځل کېږی.
محمد اشرف غنی وویل چې د والیانو او خصوصی سکټور د معلوماتو له مخې په افغانستان کې شااوخوا ۳۵ زره ټنه جلغوزې تولیدېږی.
د افغانستان په جنوب کې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې زیاتې جلغوزې کېږی چې ارزښت‌یې سلګونه میلیونه ډالرو ته رسېږی.
له دې وړاندې د افغانستان جلغوزې د پاکستان په نامه چین ته صادرېدې چې د ښاغلی غنی په خبره اوس‌یې مخه ونیول شوه چې په‎دې کار به‎یې ګټه مستقیم بزګرو او کلیوالو ته رسېږی.
له دې وړاندې افغانستان له ترکیې، سعودی عربستان، قزاقستان، متحده عربی اماراتو، هند او یو شمېر نورو هېوادونو سره هوایی دهلېزونه پرانیستی چې د لسګونه میلیونه ډالرو په ارزښت د افغانستان طبی بوټی، وچه او تازه مېوه نورو هېوادونو ته صادر شوی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکی وایی چې په لومړی سر کې به چین ته شااوخوا ۲۰ ټنه جلغوزې صادر شی او په راتلونکو کې به دغه لړۍ وغځول شی.
په کابل کې د چین سفیر د افغانستان او چین ترمنځ د هوایی دهلېز په پرانیست غونډه کې وویل چې هوایی دهلېز د دواړو هېوادونو په ګټه دی.
لیو جونګ سونګ زیاته کړه: «دغه صادرات نه‌یوازې له چین سره د افغانستان صادرات پراخوی، بلکې له دې لارې افغانستان کولای شی له نورو هېوادونو سره سوداګریزه لاره پیدا کړی.»
د اقتصادی چارو یو شمېر افغان کارپوهان د لنډمهالی لپاره له نورو هېوادونو سره د افغانستان هوایی دهلېزونه ګټور بولی، خو ټینګار کوی چې افغان حکومت باید هڅه وکړی چې د ځمکې له لارې د افغانستان سوداګرۍ ته پراختیا ورکړی.
د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالله واحدیار وایی چې د ځمکې له لارې د افغانستان صادرات افغانستان سوداګرو ته اسانه او ارزانه پرېوځی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.