د کابل د انتخاباتی چارو ټول مسولین او کارکوونکی له دندو لېرې شوی

گزارشگر:دو شنبه 21 عقرب 1397 - ۲۰ عقرب ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، د کابل د ټولو انتخاباتی کارکوونکو له لېرې کېدو او د رأیو له بیا شمېرلو سره به په دغه ولایت کې د انتخاباتو شفافیت ټینګ شی.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ډاډ څرګندوی چې په کابل کې د کاروول شویو رأیو بیا شمېرل به شفافیت رامنځته او حق به حقدار ته ورسېږی.
د یاد کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمی وایی، د کابل ولایت اړوند د انتخاباتو ټول کارکوونکی له دندو لېرې شوی او پر ځای یې د نورو ولایتونو هغه مسؤلان ټاکل شوی چې په انتخاباتو کې یې کارونه د پام وړ وو.
نوموړی ازادی راډیو ته وویل چې دا کار به د پلازمېنې کابل پر انتخاباتو د پام وړ مثبت اغېز ولری.
دی وایی: «پرېکړه داسې شوې چې د هغو ولایتونو د کمېسیونونو رئیسان چې ښه کار یې کړی او انتخابات یې ښه مدیریت کړی وو، د لېرې کړای شویو خلکو پر ځای به ونیول شی او په کابل کې به د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش وشی، دا ګام د انتخاباتو له شفافیت سره مرسته کوی او په ټوله کې به مثبتې اغېزې ولری.»
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د کابل ولایت د انتخاباتو د کمېسیون رئیس او ټول کارکوونکی یې د کمزوری مدیریت او د سم کار نه کولو له امله له دندو لېرې کړی دی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد ویلی، د دې تر څنګ پرېکړه شوې چې تورو او سپینو رأیو د بېلولو په هدف د کابل ټولې رأیې له سره وشمېرل شی.
په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دغې پرېکړې هر کلی کوی او وایی چې دا پرېکړه د کاندیدانو او پر انتخاباتو د څار بنسټونو تر بیا بیا غوښتنو وروسته شوې ده.
د دغه بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید وایی چې په دې کار سره به د وروستیو نتیجو په اړه د مرکز کابل د کاندیدانو قناعت خپل شی.
ده وویل: «د هغو غوښتنو او هڅو پر بنسټ چې د کاندیدانو، پر انتخاباتو د څار د بنسټونو او انتخاباتی شکایتونو د کمېسیون له خوا مطرح شوی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تفتیش او د رأیو بیا شمېرلو ته حاضر شو، که بې پرې او عادلانه تفتیش او بیا شمېرنه وشی، دا د انتخاباتو له عدالت سره مرسته کوی.»
ښاغلی رشید ټینګار کوی چې د عدالت د پلی کېدو په هدف باید د انتخاباتو له هغو مسؤلینو او کارکوونکو سره هم محاسبه وشی چې په یوه نه یوه ډول یې په فساد او درغلیو کې لاس درلود.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا وایی چې د انتخاباتو شفافیت او د کاندیدانو د قناعت د تر لاسه کولو په برخه کې جدی دی او د دې لپاره به هېڅ ډول هڅې ونه سپموی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.