دونالد ترامپ: امـریکا په افغـانستان کـې د سولـې په ډېرو جـدی خبرو بوختـه ده

گزارشگر:شنبه 4 قوس 1397 - ۰۲ قوس ۱۳۹۷

mandegarپه افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په لړ کې ولسمشر دونالد ترامپ پرون وویل چې متحدایالات په افغانستان کې د سولې په ډېرو جدی خبرو بوخت دی.
ښاغلی ټرمپ پرون پنجشنبې په فلورېډا کې خبریالانو ته وویل، نه پوهېږی چې دا خبرې اترې به نتیجه ورکړی که‌نه؟ خو ده زیاته کړه چې دی به یې په بریالیتوب خوشاله شی.
ښاغلی ټرمپ زیاته کړه: «موږ دا مهال په افغانستان کې د ډېرو جدی خبرو په حال کې یو چې ډېر خلک ترې خبر نه‌دی او ښایی دا لومړۍ خبرې وی. دا خبرې ډېرې جدی دی. ګورو به چې څه کېږی. که بریالۍ شی خو دا به ډېره لویه خبره وی او زه به ډېر ورته خوشاله شم.»
ښاغلی ټرمپ خبریالانو ته له دې څرګندونو مخکې د شکرانې د ورځې یا «تنکس ګیوینګ» په مناسبت په افغانستان کې له دېره امریکایی پوځیانو سره ټیلیفونی خبرې وکړې.
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په راتلونکی کې به افغانستان ته سفر وکړی او د امریکا د هوایی ځواکونو یوه جنرال ته یې وویل چې له هغه سره ښایی په افغانستان یا امریکا کې وګوری.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې دی هیله مند دی چې د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې به له طالبانو د سولې موافقه وشی.
د ولسمشرۍ انتخابات پنځه میاشتې وروسته د ۱۳۹۸ کال د وری په ۳۱ مه په پام کې دی.
خلیلزاد چې په دې وروستیو کې یې افغانستان او سیمې ته یو لړ سفرونه وکړل، د راپورونو له مخې د درېیو پرله‌پسې ورځو لپاره په قطر کې د طالبانو له استازو سره ولیدل.
له بلې‌خوا ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه د جنیوا په کنفرانس کې چې د را روانې اوونۍ د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو جوړېږی هم خبرې وشی.
تمه ده چې د افغانستان حکومت به په‌دې غونډه کې له نړیوالې ټولنې څخه په سیمه کې د تروریستی ډلو د پټن‌ځایونو د له منځه وړلو پر غوښتنه بیا ټینګار وکړی.
ولسمشر اشرف غنی پرون په خپله وینا کې، په کابل کې د دینی عالمانو پر غونډه مرګونی برید ته د اشارې په ترڅ کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلی وویل، د انتحارونو او چاودونو فابریکې د افغانستان په ګاونډ کې دی.
ښاغلی غنی چې د غزنی د جاغوری او مالستان ولسوالیو له یو شمېر اوسیدونکو سره په کتنه کې وینا کوله زیاته کړه: «د انتحار او چاودنو فابریکې چې زموږ په ګاونډی هېواد کې دی، نور موږ ته د منلو وړ نه‌دی. پخوا هم نه‌وې خو دوی د اخلاقو پولې ترپښو لاندې کړې. له نړیوالې ټولنې زموږ څرګنده غوښتنه هم دلته او هم په جنیوا کې دا ده چې د عدالت آواز واوری او زموږ د لوڼو او دینی عالمانو د بدنونو ټوټې ووینی، څو هغه دولت چې د ترورېزم ملاتړ په دې ډول کوی وغندل شی.»
په کابل کې د سې شنبې په ورځ د دینی عالمانو په یوه غونډه کې شاوخوا ۶۰ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شول. د دې حملې مسوولیت چا نه دی منلې او طالبانو هم دا حمله غندلې ده.
ولسمشرغنی طالبانو ته په خطاب کې وویل چې غندل کافی نه‌دی بلکې دوی باید له حملو لاس واخلی او سولې ته کېنی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.