د کورنیو چارو وزارت: له تمیـم او ساتـونکـو سـره‌یې د قـانون په رڼـا کې جـدی چلنـد کېـږی

گزارشگر:چهار شنبه 14 قوس 1397 - ۱۳ قوس ۱۳۹۷

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی، تمیم هغه غېر مسؤله وسله‌وال دی چې د خپلو ساتونکو سره یوځای لکه وسله‌وال مخالفین د افغانستان امنیتی ځواکونو په وړاندې وجنګېد چې دغه عمل‌یې په هېڅ صورت د بخښلو نه‌دی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال، نصرت رحیمی د سه‌شنبه په ورځ آزادی راډیو ته وویل چې تمیم او ساتونکو یې له یوې خوا قانون تر پښو لاندې کړی او بل‌خوا یې افغانستان امنیتی ځواکونو ته تلفات هم اړولی.
نوموړی زیاته کړه: «کوم عمل چې تمیم او ساتونکو یې ترسره کړی په هېڅ صورت د بخښلو نه‌دی، له هغوی سره به د قانون په رڼا کې جدی چلند وشی.»
د ښاغلی رحیمی په خبره، تمیم او ساتونکو یې هغه مهال د امنیتی ځواکونو په وړاندې په وسله‌وال مقاومت لاس پورې کړ چې پولیسو غوښتل د محاکمو د پرېکړې له مخې هغه کور چې دی په‌کې اوسېده خپل اصلی خاوند ته وسپاری.
هغه منی چې تمیم د افغانستان د دفاع وزارت د پخوانی وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ ناسکه زوی دی، خو دا چې نوموړی دومره وسلې او مهمات له کومه کړی؟ ښاغلی رحیمی په‌دې اړه د څېړنو خبره کوی.
د کورنیو چارو وزارت وایی، د افغانستان امنیتی ځواکونو او د تمیم د ساتونکو ترمنځ وسله‌واله نښته کې یو پولیس وژل شوی او شپږ نور ټپیان دی چې له ډلې یې د یوه تن روغتیایی وضعیت نازک دی.
د دغه وزارت په خبره، په یاده پېښه کې د تمیم درې ساتونکی هم ټپیان شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.