ابراهیمی د ۱۱ وزیرانو د استېضاح مخه نیسی

- ۳۰ جدی ۱۳۹۱

د ولسی جرګې له لوری د یوولسو وزیرانو استېضاح کولو په ولسی جرګه کې ناندرۍ ډېرې کړی دی. د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې د دې جرګې مشر د ټولو یوولسو وزیرانو د استېضاح مخه نیسی.
د ولسی جرګې غړی همایون همایون د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د ولسی جرګې مشر د دې ملاتړ کوی، چې ټول وزیران استېضاح نشی؛ خو په دې دلیل هم نه پوهېږی چې نوموړی ولې دغه کار کوی.
هغه وایی، ښاغلی ابراهیمی د رییسانو د کمېټې د پرېکړو خلاف د وزیرانو د استېضاح کره نېټه او ورځ نه اعلانوی.
خو د ولسی جرګې دویم منشی فرهاد عظیمی دغه تورونه ردوی او وایی، چې یو تن په یوازې سر پرېکړه نشی کولای. هغه وایی، دا چې د پنځه ویشتو رییسانو له ډلې شل هغه یې یو نظر ولری نو په کار نه ده چې اداری پلاوی تورن شی.
کابو میاشت وړاندې ولسی جرګې پرېکړه وکړه، هغه وزیران به استېضاح کوی، چې د روان کال بودیجه یې له پنځوس سلنې کمه لګولې ده.
وکیلانو د تېرې دوشنبې په ورځ د کابینې یوولس غړی ور غوښتی ول، خو ایله اوه تنه وزیران ورغلی ول.
حکومت ادعا لری د هغو څلورو وزیرانو استېضاح کولو غیر اصولی دی، چې تیر لمریز کال په خپلو اوسنیو پوستونو نه ول.
خو ولسی جرګې وروسته له زیاتو بحثونو یو ځلې بیا پرېکړه وکړه؛ چې ټول یوولس  وزیران به استیضاح کوی. د یادونې وړ ده چې د وزیرانو استېضاح کولو په ولسی جرګه کې وکیلان په خپلو کې سره وېشلی او تر اوسه په یوه نظر نه دی سره راټول شوی. دا چې وروستۍ پرېکړه به څه وشی لا روښانه نه ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.