د کار او ټولنیزو چارو وزارت: په را روان حمل کې ۲۵۰۰ کاریګر عربی اماراتو ته د کار لپاره استوو

گزارشگر:سه شنبه 20 قوس 1397 - ۱۹ قوس ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په راتلونکې حمل میاشت کې متحده عربی اماراتو ته د یو شمېر افغان کارګرانو د استولو خبر ورکوی.
د افغانستان د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزیر وایی، له متحده عربی اماراتو سره د شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې چې د راتلونکې لمریز کال د حمل په میاشت کې ۲۵۰۰ افغان کاریګر دغه هېواد ته د کار په هدف واستول شی.
فیض الله ذکی چې د دوشنبې په ورځ یې د کاری مهاجریت د ملی ستراتیژۍ د پرانیستغونډې په څنډه کې له ازادی راډیو سره خبرې کولې، وویل چې له سعودی عربستان سره هم خبرې روانې دی چې په هغه هېواد کې افغان کارګرو ته د کار کولو زمینه برابره کړی.
ده وویل: «لومړۍ جوپه به ډېره غټه نه وی، یعنې تر ۲۵۰۰ افغان کاریګر به وی چې د حمل په میاشت کې به استول کېږی، دا پس له دېرشو کلونو یوه ډله افغان کاریګر دی چې بهر ته استول کېږی، نو موږ به ډېره هڅه وکړو چې دا پروسه په ډېر منظم شکل پرمخ ولاړه شی، ځکه موږ غواړو چې وروسته لاره هواره شی او د دې هوکړه لیک په وړاندې چې کوم احتمالی خنډونه موجود دی، باید مخه یې ونیول شی.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بېکارۍ کچه ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده.
نا امنی، اداری فساد او دغه شان د لازمو پالېسیو او د کاری اسانتیاو نه شتون په افغانستان کې د بېکارۍ او بېوزلۍ د پراختیا مهم لاملونه ګڼل کېږی.
د افغانستان د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر ۱،۹میلیونه کسان بې‎کاره دی.
خو د دغه وزارت وزیر فیض الله ذکی وایی، هڅه کوی چې د بېکارۍ کچه راټیټه کړی.
د کاریګرو له حقوقو ساتنه، کاری مهاجرت ته پراختیا ورکول او په بهر کې افغان کاریګرو ته د کار زمینه برابرول، په بهر کې د افغان کډوالو مدیریت او کورنیو ته د کاریګرو د پیسو د استولو تنظیمول هغه څه دی چې د ښاغلی ذکی په وینا، د کاری مهاجرت په ستراتیژۍ کې ورته ځای ورکړل شوی دی.
نوموړی وایی چې له دې وړاندې به بهرنیو هېوادونو ته افغان کاریګر د ګاونډیو په ځانګړی ډول، د پاکستان په پاسپورت تلل، خو د دې ستراتیژۍ له مخې به په افغانی پاسپورت کار ته استول کېږی.
په ورته وخت کې د افغانستان د کارګرانو ملی ټولنه د دغې ستراتیژۍ هرکلی کوی خو وایی، بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره د افغانانو د استولو په مسئله کې باید هغه چاته د لومړیتوب حق ورکړل شی چې په کار پوه واوسی او بهرنۍ ژبه یې زده وی.
د دغې ټولنې مشر معروف قادری د دوشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل: «زموږ غوښتنه داده چې باید د کار او ټولنیزو چارو وزارت او نړیوالې ټولنې له لوری د مهارت د تثبیت یوه ګډه کمېټه جوړه شی، تر څو د افغان کاریګرو مهارتونه وڅېړی او معلوم یې کړی چې څوک په کومه برخه کې مهارت لری، همدا شان باید وړاندې له وړاندې د کاریګرو کاری مهارتونه لوړ کړی او کوم هېواد ته چې استول کېږی، باید د هغه هېواد ژبه ورته یاده کړل شی، تر څو د افغانستان ښه نماینده ګی وکړی.»
دی وایی، هر کال د کار په شرایطو برابر ۴۰۰ زره افغان ځوانان د بېکارۍ په ډله ورزیاتېږی او له امله یې په سلو کې ۴۰ افغانان د بېوزلۍ له کرښې ښکته ژوند کوی خو افغان حکومت په وار وار ژمنه کړې چې د بېکارۍ د کچې د کمولو لپاره یې هلې ځلې کړی او دا ستونزه د حکومت لومړیتوب دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.