مشرانو جرګه: په کابـل ښـار کـې هره ورځ د هوا انتحار دی

گزارشگر:چهار شنبه 28 قوس 1397 - ۲۷ قوس ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړی په کابل ښار کې د ککړې هوا له امله د خلکو مړینه په انتحاری حملو کې د وژل شوېو کسانو تر شمېرو پورته ګڼی او په‌دې برخه کې اړوند مسؤلین په کم ‌کارۍ او بې ‌پامۍ تورنوی.
سناتورانو د سې شنبې د ورځې په عمومی غونډه کې ټینګار وکړ، که د چاپېریال ساتنې ادارې مسؤلین دې مسئلې ته جدی پام ونه‌کړی د انسانی ناورین د احتمالی رامنځته کېدو په صورت کې به ځواب ویونکی وی.
د جرګې مشر فضل هادی مسلمیار بیا د سناتورانو له څرګندونو وروسته وویل: «د کابل هوا په رښتیا هم ډېره ککړه شوې ده او دا لوی ناورین دی او د ټولو ژوند ګواښی، هره ورځ د هوا انتحار دی، په رښتیا د دې مخه نیول په کار دی، جوړ روغ انسان به‌وی او بلې ورځې ته به سرطان وی، سناتور صاحبانو تاسې د ککړې هوا د مخنیوی لپاره طرحه وړاندې کړی او ټول تالار به حمایت وکړی.»
د مشرانو جرګې د غړو په خبره د خښتو په بټیو، حمامونو او په یو شمېر کورونو کې د ډېرو دود لرونکو موادو سوځول او په کابل ښار کې د نفوسو ډېروالی د کابل ښار د هوا د ککړتیا مهم لاملونه دی.
دا په‌داسې حال کې ده چې تردې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، د کابل ښار د ککړې هوا د خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی و او ویلی یې و چې له دې امله به په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر زیات شی.
په‌دې وروستیو کې د ټولنیزو شبکو په ځانګړی ډول د فېسبوک یو شمېر کاروونکو هم په دې اړه لیکلی او د کابل ښار د ککړې هوا تصویرونه ‌یې خپاره کړی دی.
یو شمېر سناتوران وایی، د کابل د هوا ککړتیا یو ګواښونکی حالت غوره کړی او باید یې جدی مخه ونیول شی.
د دغو سناتورانو له ډلې مصطفی ظاهر وویل: «په هر متر مربع کې ۱۵۰ ذراتو ته اجازه ده چې انسان ته زیان نه رسوی، خو اوس په کابل کې دا اندازه ۷۰۰ ته رسېدلې چې دا په نوره نړۍ کې یو اضراری حالت دی، یعنې دوه عشاریه دوه میکرون ذرات پوستکی ته ننوځی او د وینې جریان سره یوځای کېږی چې دا د سرطانونو لامل ګرځی.»
په ورته وخت کې د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملی اداره وایی چې د لویو ښارونو په ځانګړی توګه د کابل ښار د هوا د ککړتیا د کموالی او مخنیوی لپاره یې د ځانګړیو ژمنیو پلانونو تطبیقول پیل کړی دی.
د دغې ادارې د چاپېریال ساتنې د تفتیش او نظارت رئیس نیک محمد ازادی راډیو ته وویل، د دغو پلانونو په پلی کېدو سره هڅه کېږی چې د کابل ښار په هوا کې ښه والی راشی.
د دغه پلان له مخې به د اوبلن ګاز، برښنا، ټرانسپورټی وسایط چې هوا ککړوی او یو شمېر نور فعالیتونونو جدی څارنه کېږی.
که څه هم اړوند دولتی ارګانونه او چارواکی ظاهراً دا وایی چې په‌دې برخه کې یې خپل مسؤلیت ادا کړی، خو د یو شمېر سناتورانو په باور، که دې مسئلې ته جدی پام ونه‌‎شی، په کابل کې به د هوا ککړتیا په یوې نه ‌هوارېدونکې ستونزې بدله شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.