مولانا فضل الله ووژل شو

- ۰۲ دلو ۱۳۹۱

په سوات کې د پاکستانیو طالبانو مشر مولانان فضل الله په نورستان کې د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو.
د پاکستان یوې ورځپاڼې خبرین په خپل رپوټ کې ویلی، چې نوموړی په نورستان کې له خپلو اتو تنو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.
ملا فضل الله د پاکستان په سوات دره کې د طالبانو مشر و او کابو کال وړاندې په سوات دره کې د پاکستانیو پوځیانو د عملیاتو په لړ کې له سواته وتښتېده. نوموړی د پاکستان یو سرسخته مخالف و.
د ورځپاڼې د خبر له مخې د یکشنبې په ماښام بې پیلوټه الوتکو د نورستان په سرامنګ سیمه کې بمباری وکړه. همدارنګه خبر ویلی، چې یوه دوه سېټه ډاډسن موټر هم د بې پیلوټه الوتکې تر برید لاندې راغلې چې په کې دوه تنه طالب سیمه ییز قوماندانان وژل شوی خو لا تر اوسه یې نومونه نه دی په ډاګه شوی.
دغه خبر تر اوسه طالبانو، پاکستان او د افغانستان حکومتونو نه دی تایید کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.