د سرې میاشتې ټولنه: په افغـانستان کـې دننـه د درملنـې ښه امکـانات بـرابـر شـوی

گزارشگر:سه شنبه 18 جدی 1397 - ۱۷ جدی ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وایی، دا مهال په هېواد کې دننه د افغانستان ماشومانو د درملنې ښه امکانات برابر شوی دی.
د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه وایی، په افغانستان کې د زړه د سوری په ناروغۍ د اخته ماشومانو ۶۰ سلنه زمینه برابره شوې، خو په‌دې ناروغۍ د اخته کسانو ۱۵ سلنه تلفات د اندېښنې وړ دی.
د دې خیریه ټولنې سکرتر جنرالې نیلاب مبارز د دوشنبې په ورځ یو شمېر روغتونونو ته د زړه د سوری په ناروغۍ د اخته کسانو د ورپېژندلو په غونډه کې وویل، په‌دې ناروغۍ د اخته کسانو د درملنې امکاناتو ته په کتو له دې وروسته به د ۴۰ سلنه ناروغانو درملنه دننه په هېواد کې کېږی.
نوموړې وایی: «د خوښۍ ځای دی چې یو شمېر ناروغانو ته زمینه برابره شوې چې دننه په هېواد کې یې درملنه وشی، اوس مهال ډېر امکانات برابر شوی او بهر ته د تلو اړتیا نه لېدل کېږی.»
په روان میلادی کال کې د افغانستان سرې میاشتې ټولنې سره ۲۲۴۹ ماشومان د درملنې په هدف راجستر شوی، خو د مېرمن مبارز په وینا دا شمېره په تېرکال کې ۱۷۴۲ ته رسېده.
دغه ټولنه وایی، په افغانستان کې د زړه د سوری په ناروغۍ اخته ۶۰ سلنه ماشومان د درملنې لپاره هند ته استول کېږی.
د افغانستان د سرې میاشتی ټولنه له ۲۰۰۸ میلادی کال راهیسې د په زړه سوریو ماشومانو درملنه کوی چې تراوسه پورې یې د ۱۵۳۲۰ افغان ماشومان د درملنې په هدف ورسره ثبت شوی او ۶۶۴۶ نور یې انتظار باسی.
د دې خیریه ټولنې مشرې نیلاب مبارز وویل، تر اوسه هند، چین، د قطر سرې میاشتې ټولنې او یو شمېر حاجیانو د افغان ماشومانو د درملنې لپاره مرستې کړی.
دوی وایی، دولت هم له دې ټولنې سره یو میلیون ډالره مرسته کړې ده.
له دغې ټولنې سره ثبت د زړه په سوری د اخته ناروغی یو ماشوم پلار غلام جیلانی وایی چې لور یې یې ښه شوی ده:
«کله چې خپله لور مې لیدله چې ناروغه ده ډېر خپه کېدم، ځورونکی حالت دی او تر ټولو دې ته ځورېدم کله چې مې لور پیغله شی خلک به ورته پیغور ورکوی او هغه به خبره نه وه چې پلار یې د پنځه لکه پیسو توان نه درلود او شکر دی رکه روغه ده له ټولو مننه کوم.»
په همدې حال کې د افغان سرې میاشتې د خیریه ټولنې سکرتر جنراله نیلاب مبارز وویل، دا مهال د افغان سرې میاشتې ټولنې سره اته بېلابېل روغتونونه کار کوی او هڅې روانې دی، څو دا روغتونونه ډېر شی او افغان ماشومانو ته دننه په هېواد کې د درملنې سل په سلو امکانات برابر شی.
خو د ولسی جرګې د روغتیا کمېسیون غړی پروین نورستانۍ د روغتونونو دا شمېره د قناعت وړ نه ګڼی.
د نوموړې په وینا شته روغتونونه هم معیاری کار نه‌شی کولای او په وینایې د سرې میاشتې ټولنه باید د ماشومانو د درملنې لپاره له هېواده بهر زمینې برابرې کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.