د امریکا او هند مشران پر سوداګرۍ او په افغانستان کې پر همکارۍ وغږېدل

گزارشگر:چهار شنبه 19 جدی 1397 - ۱۸ جدی ۱۳۹۷

mandegarسپینه ماڼۍ وایی چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د دوشنبې په ورځ د هند صدراعظم نرېندرا مودی ته ټیلیفون وکړ او له هغه سره‌یې د هند او امریکا په سوداګرۍ کې د کسر پر کمېدو او په افغانستان کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر زیاتېدو خبرې وکړې.
دواړو مشرانو موافقه وکړه چې هند او امریکا به په روان ۲۰۱۹ میلادی کال کې په خپل منځ کې ستراتېژیک مشارکت زیات کړی.
دغه‌راز ټرمپ او مودی پر دې هم خبرې وکړې چې په څه ډول کېدای شی له هند سره د امریکا د سوداګرۍ کسر کم کړی.
د روېټرز خبری اژانس د راپور له مخې تېر کال وروسته له هغې چې ټرمپ د امریکا د سوداګرۍ د کسر د کمولو او د امریکا په تولیدی فابریکو کې د شغلونو د زیاتولو په نیت پر فولادو او المونیمو ګمرکی تعرفې په سلو کې ۵۰ زیاتې کړی، هند هم په مقابل کې له امریکا پر یو شمېر واردېدونکو توکو د ګمرکی تعرفو د زیاتولو ګواښ وکړ، خو په دې اړه‌یې وروستۍ پرېکړه د روانې میاشتې تر پایه ځنډولې ده.
سپینه ماڼۍ همداراز وایی، دواړو مشرانو پر دې هم خبرې وکړې چې په څه ډول کولای شی په دفاعی، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې او انرژۍ په برخو کې دې دوه اړخیزې همکارۍ ته پراختیا ورکړی او هم په سیمه‎ییزو او نړیوالو چارو کې همغږی زیاته کړی.
سپینې ماڼۍ وویل، ټرمپ او مودی د هند پاسفیک د سیمې د امن او هوساینې پر پیاوړی کېدو موافقه وکړه.
افغانستان هم د دواړو مشرانو د خبرو یوه اصلی موضوع وه.
په‎دې اړه زیات جزئیات نه‎دی ورکړل شوی، خو ولسمشر ټرمپ له مودی سره خبرې وروسته له هغې کوی چې هغه تېره اوونۍ د کابینې غونډې ته د افغانستان د جګړې په اړه په خبرو کې د هند نوم د هغو هېوادونو په کتار کې راوست چې د ده په وینا باید په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې زیاته ونډه واخلی.
د افغانستان په مسئله کې د هندوستان پر رول د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې
ټرمپ په سیمه کې د پاکستان او روسیې نوم هم اخیستی و چې د ده په وینا دې جګړه کې باید زیات ښکېل شی.
خو د ټرمپ دې خبرې ته رسنیو ډېر پام واړاوه چې ویلی و، مودی ورته تل دا خبره کوی چې په افغانستان کې یې یو کتابتون جوړ کړی.
دی نه‌پوهېږی چې دغه کتابتون چېرې دی.
د هغه په وینا دغه کتابتون چې مودی یې خبره کوی ارزښت‌یې په افغانستان کې د امریکا د پنځو ساعتونو مصرف په اندازه دی، خو هند د ټرمپ د دغې خبرې په غبرګون ویلی چې دې هېواد د افغانستان په بیارغونه کې پراخه ونډه اخیستې ده.
ویل کېږی هند له ۲۰۰۱ میلادی کال راهیسې په افغانستان کې درې میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.