د بهرنیو چارو وزارت: د سولــې په تــړاو د کابـــل پــروسې ۳مـــه غونــډه ژر جـــوړېـــږی

- ۰۵ دلو ۱۳۹۷

mandegarپه داسې حال کې چې د سولې خبرې په ملی او نړیواله کچه ورځ تر بلې په ګرمېدو دی، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په همدې تړاو په نږدې راتلونکی کې د کابل پروسې د درېیمې غونډې د جوړېدو خبره کوی.
د یاد وزارت ویاند صبغت احمدی د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۴» ازادی راډیو ته وویل، د دغې غونډې په چمتووالی کار روان دی، خو دقیقه نېټه‌یې لا نه‌ده مشخصه شوې.
دی وایی، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل به د دغې غونډې یوه مهمه اجنډا وی.
نوموړی زیاته کړه: «ټاکل شوې چې د کابل پروسې درېیمه غونډه هم ډېر ژر خپله په کابل کې جوړه شی، موږ دا مهال دغې غونډې ته په چمتووالی بوخت یو چې د سیمې او نړۍ استازی په‌کې ګډون کوی، د دغې غونډې اصلی تمرکز به د سولې په خبرو وی.»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله‌مندی ښیی چې د کابل پروسې درېیمه غونډه له پخوانیو دوه هغو یې ډېره له لاسته راوړنو ډکه وی.
افغان حکومت دا هیله‌مندی ځکه ښیی چې د ښاغلی احمدی په باور دا وخت د افغانستان د سولې په اړه ښه سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په‌دغې غونډه کې د بېلابیلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو د ګډون هم وایی.
دغې غونډې ته د لاچمتووالی په خاطر د افغان چارواکو او بهرنیو استازو ترمنځ د تېرې ورځې راهیسې لیده کاته هم شوی دی.
په‌دې لړ کې د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد الله محب تېره ورځ د اروپایی ټولنې له سفیر رونالډ کوبیا او د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین ربانی هم د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو او رونالډ کوبیا سره ولیدل.
د افغانستان د ملی امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې دواړه لورو د کابل پروسې درېیمه غونډه یو مهم فرصت بللی دی.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین ربانی هم په خپله ټویټرپاڼه لیکلی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ځانګړی استازی تدامیچی یاماموتو او د اروپایی ټولنې له سفیر رونالډ کوبیا سره‌یې د کابل پروسې د درېیمې غونډې په جوړېدو خبرې کړې دی.
د کابل پروسې دوهمه غونډه د ۱۳۹۶ لمریز کال په وروستۍ میاشت کې له ۲۵ څخه د ډېرو هېوادونو او سازمانونو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه.
ولسمشر غنی په هغې غونډه کې د سولې په خاطر بې‌ساری وړاندیزونه وکړل چې وروسته ورسره د سولې هلې ځلې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه ډېرې شوې.
له دې وړاندې د کابل پروسې لومړۍ غونډه د ۱۳۹۶ لمریز کال د جوزا په میاشت کې وشوه چې له شرط پرته له طالبانو سره په خبرو او د سولې په اړه طالبانو او پاکستان ته د یوې واضح طرحې په ورکولو په‌کې خبرې شوې وې.
دې ټولو ته په کتو د سیاسی چارو یو څېړونکی انتظار خادم وایی چې که له دې غونډې مخکې طالبان سولې ته حاضر نه‌شی د غونډې جوړول به بې‌اغېزې وی.
نوموړی زیاته کړه: «د کابل پروسې غونډه یو مهم پیل و، خو که طالبان اوس هم له حکومت سره په نه‌خبرو ټینګار کوی او امریکا هم په سیمه‌ییزو هېوادونو له خپل نفوذه ګټه وانه‌خلی، نو طبیعی ده چې دا غونډه به هم بې‌نتیجو پای ته ورسېږی.»
دی ټینګار کوی چې د کابل پروسې له درېیمې غونډې مخکې باید د امریکا هڅه دا وی چې طالبان له افغان حکومت سره په خبرو قانع او حکومت هم باید د جنګی ادبیاتو پر ځای دغې ډلې ته د سولې د خبرو ډاډ ورکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.