- ۰۷ دلو ۱۳۹۷
د افغانستان د سولې عالی شورا وایی هغه څه چې تردې دمه د امریکایی پلاوی او د طالب استازو ترمنځ شوی دی بینالافغانی خبرو اترو ته زمینه سازی ده.
ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو له استازو سره د خپل شپږ ورځنیو لیدنو کتنو جزئیات له افغان حکومت او د سولې له عالی شورا سره شریک کړی.
د افغانستان د سولې د عالی شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم د دې مطلب په څرګندولو سره د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د زلمی خلیلزاد له لوری شوې هڅې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو ته زمینه سازی ده د ستاینې وړ دی.
ښاغلی سلیم وایی چې د سولې په مسئله کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې یوه اساسی حتمی موضوع ده.
نوموړی وویل: «خلیلزاد به د سولې په برخه کې وروستی پرمختګونه د ملی یووالی د حکومت له مشرانو، د سولې له عالی شورا او همدا شان له سیاسی څېرو سره شریک کړی، نوموړی هڅه کوی چې بینالافغانی خبرو اترو ته زمینه سازی وکړی، هغه موضوع چې موږ ته مهمه ده هغه دا ده چې بلاخره افغانان په خپلو کې سره کینی، د بحث وړ مسایلو باندې بحث وکړی او یوې نتیجې ته ورسېږی.»
زلمی خلیلزاد له طالب استازو سره په قطر کې له شپږ ورځنیو لیدنو کتنو وروسته ویلی دی چې د دغه خبرو اترو جزئیات به په کابل کې له افغان چارواکو سره شریک کړی.
بل لور ته طالبانو رویټرز اژانس ته ویلی دی چې دوی له امریکایی پلاوی سره په قطر کې د سولې پر یوې مسودې موافقه کړې ده چې له مخې به یې په ۱۸ میاشتو کې بهرنی ځواکونه له افغانستانه وځی.
خو ښاغلی خلیلزاد پر خپل ټویټرلیکلی ترڅو چې پر ټولو شیانو توافق نه و، شوې پر هېڅ شی به موافقه ونهشی، هر څه باید د افغانانو د خپلمنځی خبرو په ترڅ کې وشی او پراخ اوربند ټینګ شی.
په همدې حال کې د افغانستان د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مرستیال محمد داوود کلکانی که څه هم د سولې په برخه کې وروستۍ هلې ځلې د پام وړ بولی خو وایی چې سولې ته رسېدل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مستقیمو خبرو اترو پورې تړلی دی. نوموړی زیاته کړه: «باید له طالبانو سره مذاکرات د افغان حکومت لهخوا پیل شی او امریکا باید د یو څارونکی او ضمانت کوونکی په توګه په خبرو کې حاضر وی، که سوله د افغان حکومت، طالبانو او خلکو ترمنځ ونهشی او له امریکا سره سوله وشی نو یو وار بیا به کورنیو جګړو ته لاره هواره شی.»
له بله خوا د ناټو عمومی منشی ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د یوې خبری غونډې پرمهال د طالب استازو او امریکایی پلاوی تر منځ د وروستیو خبرو اترو هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې دا مذاکرات به د سولې بینالافغانی خبرو اترو او دایمی سولې ته زمینه برابره کړی.
دا پهداسې حال کې ده چې د طالب استازو او امریکایی پلاوی ترمنځ په وروستیو لیدنو کتنو کې پرمختګونه شوی او په کور دننه هم د سولې لپاره هیلی زیاتې شوی دی.
خلک هیله لری چې دا خبرې اترې هر څومره ژر چې کېږی یوه ښه پایله ولری.
Comments are closed.