د سوداګرۍ خونه: د تـورخـم بنـدر پـرانېسته بایـد دایمـی وی

- ۰۹ دلو ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه د عمران خان له وروستی اقدامه چې له مخې به‌یې د تورخم بندر د ۲۴ ساعتونو لپاره خلاص وی هرکلی کوی او وایی چې دا کار باید دایمی وی.
د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۹» ازادی راډیو ته وویل، د دغه بندر له خلاصېدو سره به د دواړو لورو د خلکو او سوداګرو ستونزې حل او د راکړې ورکړې کچه لوړه شی.
نوموړی زیاته کړه: «موږ په تورخم کې زیاتې ستونزې لرو، د دوی له دغه اقدامه هرکلی کوو، دا ښه کار دی چې د تورخم لار د ۲۴ ساعتونو لپاره پرانېستې وی هم به موټرو او هم خلکو ته اجازه ورکړل کېږی، دا اقدام به نه یوازې د سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې برابره کړی بلکې له پاکستان سره به زموږ سوداګری هم زیاته شی.»
ښاغلی الکوزی وایی، د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګری له درېیو تر څلورو کلونو راپه‌دېخوا د سختیو او د تورخم بندر د مؤقتی ډول د بندېدو له امله تر۶۰ سلنه کچه ټیټه شوې وه.
د سوداګرۍ او صنایع خونې د معلوماتو له مخې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه له درې نیم میلیاردو ډالرو نه یو نیم میلیارد ډالرو ته راښکته شوې ده.
دا خبرې داسې مهال مطرح کېږی چې د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپل ټویټر نه د یو پیغام له لارې د خپل حکومت مسوولو چارواکو ته لارښوونه کړې چې د تورخم بندر د ۲۴ ساعتونو لپاره د خلاصون اقدام وکړی.
عمران خان د شپږو میاشتو لپاره د تورخم بندر خلاصېدو ته په شارې ویلی چې دا اقدام به د دوه اړخېزې سوداګرۍ د ځواکمنولو او د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې دوامداره کړی.
په ورته وخت کې سره له دې چې یو شمېر افغان اقتصاد پوه کارپوهان د پاکستان له دغه اقدام هرکلی کوی خو وایی چې دا کار د دواړو هېوادونو تر منځ دایمی سوداګریزه ستونزه نه حلوی او په‌دې برخه کې باید بنسټیز کار وشی.
د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالله واحدیار په‌دې اړه وایی: «زما په باور دا یو ښه کار دی او د افغانستان او پاکستان د سوداګرو لپاره چې په‌دې برخه کې کار کوی یوه خوشبینی ده، خو په دوامداره توګه زموږ دایمی ستونزې نه حلوی؛ لیدل کېږی کله چې موږ پاکستان ته میوې صادرولې نو پاکستان به یې تعرفه لوړه کړه او کله به یې هم موږ ته اجازه نه راکوله چې د کراچۍ له بندره افغانستان ته راشی، دا ټولې هغه ستونزې وې چې له پاکستان سره زموږ سوداګری راکمه شوه.»
د ښاغلی واحدیار په خبره، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې راکمېدل پاکستان ترې زیات زیانمن شوی دی.
عبدالله واحدیار وایی چې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګریزې اړیکې به هغه وخت ښې شی چې د هغه هېواد نوی حکومت د افغان سوداګرو ټرانزیټی او سوداګریزې ستونزې په اساسی ډول حل کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.