ارګ: د انتخـاباتی کمېـشنرانـو پُست ته شـا اوخـوا اته کسـان معـرفی شـوی

- ۳۰ دلو ۱۳۹۷

د افغانستان جمهوری ریاست وایی چې تر اوسه د سیاسی ګوندونو له لوری د انتخاباتی کمېسیونونو د کمېشنرانو پُست ته شااوخوا اته mandegarکسان معرفی شوی دی.
جمهوری ریاست وایی چې د پنجشنبې تر ورځې به انتخاباتی کمېسیونونو ته د کمېشنرانو او د دارالانشاء پُستونو ته د کاندیدانو لېست بشپړ شی.
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوری ازادی راډیو ته وویل تر اوسه د اتو کسانو لېست جمهوری ریاست ته سپارل شوی دی.
نوموړی وویل: «تر اوسه چې موږ راپور لرو د ګوندونو له لوری اته کسه معرفی شوی، دغه لړۍ عادی روانه ده، ان‌شاءالله په راتلونکو څو ورځو کې به ټول کسان معرفی شی او تر پنجشنبې پورې به لېست بشپړ شی.»
تېره اوونۍ ولسمشر د انتخاباتو د قانون تعدیل شوې طرحه د یو فرمان په صادرولو سره توشیح کړه او د قانون له نافذېدو سره سم جمهوری ریاست اعلان وکړ چې د نوی قانون پر بنسټ د انتخاباتی کمېسیونونو کمېشنران له دندو لیرې شوی دی.
د نوی قانون له مخې په عدلیې وزارت کې ثبت سیاسی ګوندونه او په انتخاباتو پورې اړوند مدنی ټولنې باید د شااوخوا ۹۰ کسانو لېست جمهوری ریاست ته وسپاری، څو ولسمشر له دې ډلې ۱۳ کسان د انتخاباتی کمېسیونونو د کمېشنرانو او دوه تنه نور د دغو کمېسیونونو د دارلانشاء د رئیسانو په توګه وټاکی.
په انتخاباتی قانون کې راغلی چې د کمېشنرانو په ټاکلو کې باید قومی، سمتی جوړښتونه په پام کې ونیول شی او په ټولو ۱۵ معرفی کېدونکو کسانو کې باید پنځه تنه‌یې ښځې وی.
په ورته وخت کې په انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وایی چې د کمېشنرانو په ټاکلو کې په قانون کې راغلی شرایط باید په جدی ډول په پام کې ونیول شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.