روغتیا وزارت: یوه ملی سروې په روغتیایی سکټور کې د پام وړ بدلونونه ښیی

- ۰۷ حوت ۱۳۹۷

mandegarد افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، د روغتیا په برخه کې یوه ملی سروې په ګوته کوی چې په صحی سکټور کې د پام وړ بدلونونه راغلی، خو یو شمېر ستونزې هم منی.
تر پنځه کلنۍ د ښکته عمر د ماشومانو په مړینه کې ۸۰ سلنه کموالی، د روغتیایی مرکزونو د شمېر ډېروالی، له پنځه کلنۍ ښکته په ۳۶،۶ سلنه ماشومانو کې د خوارځواکۍ کمښت او په هېواد کې د ښځینه قابلو زیاتوالی د روغتیا په برخه کې د دغې سروې مهمې موندنې دی.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د سې شنبې په ورځ د دغې سروې د نتایجو د اعلان پر مهال وویل، دغه سروې د روغتیایی وضیعت د څېړلو په هدف د کیت په نوم مؤسسې او د احصائیې ملی ادارې تر نظر لاندې په تېرو شپږو میاشتو کې په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې ده.
ده زیاته کړه: «په ځینو برخو کې د پام وړ بدلونونه راغلی، خو یو شمېر ستونزې هم موجودې دی، دغه سروې په بې‌پرې ډول ترسره شوې او ټول اړخونه په‌کې څېړل شوی، د بېلګې په توګه له پنځه کلنۍ په ښکته عمر ماشومانو کې د مړینې کچه کمه شوې، یعنې ۲۰۰۳ میلادی کال کې هرو زرو ماشومانو کې ۲۵۷ ماشومان مړه کېدل، خو اوس په هرو زرو ماشومانو کې ۴۹ ماشومان دی چې ۸۰ سلنه کموالی ښیی او دا د روغتیا وزارت لپاره لویه بریا ده.»
په روغتیایی مرکزونو کې د ولادتونو ۵۷ سلنه زیاتوالی، له دولتی روغتونونو د ۶۸ سلنه خلکو ګټه اخیستل، له ۳ زرو د ډېرو روغتیایی مرکزونو زیاتوالی له هغو پرمختګونو دی چې په دې سروې کې ترې یادونه شوې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، د کورنۍ د تنظیم له کړنلارې ګټه نه‌اخیستل او پرله‌پسې زېږون له هغو ستونزو دی چې په دې سروې کې ورته اشاره شوې ده.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز په وینا، که چېرې پرله‌پسې د زېږون مسئله جدی ونه‌نیول شی، تر ۲۰۳۰ او ۲۰۴۰ کلونو پورې به د افغانستان نفوس دوه برابره شی.
دا خبرې په داسې حال کې کېږی چې لاهم د هېواد په لیرو پرتو سیمو کې خلک روغتیایی خدماتو ته لاسرسی نه‌لری او حتی ډېری افغانان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته سفر کوی.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی، یوازې ۳،۴ سلنه افغانان بهر ته د درملنې لپاره ځی.
له بلې خوا د احصائیې ملی ادارې مسلکی معین حسیب‌الله موحد چې په دغه ناسته کې یې حضور درلود، وویل چې د دغې سروې نتایج ورته د تأیید وړ دی.
دی وایی: «د افغانستان روغتیایی سروې د احصائیې ملی ادارې په همغږۍ سره شوې او راپور د تخنیکی ټیم له نظره تېر شوی، په همدې اساس راپور زموږ د تأیید وړ دی.»
ښاغلی موحد همدارنګه له عامې روغتیا وزارته وغوښتل، څو د شوې سروې په اساس نوې ستراتېژی جوړه او د صحی خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.