د ولسی جرګې دویم منشی: په تېر کال کې ولسی جرګې د ولس غوښتنې نه دی پوره کړی

- ۰۷ دلو ۱۳۹۱

په داسې حال کې چې ولسی جرګه د خپل دویم کاری کال په رخصتیو کې ده، یوشمېر وکیلان وایی، چې په تېر کال کې یې د خلکو له هیلو سره سم لاسته راوړنې نه درلودې.
همدارنګه یوشمېر وکیلان وایی، چې په ولسی جرګه کې ناباوری، د حکومت له لوری لاسوهنې او ګڼې نورې ستونزې هغه څه وې، چې ولسی جرګه ورسره مخ وه.
د ولسی جرګې دویم منشی فرهاد عظیمی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، کله چې په ولسی جرګه کې استېضاح کېږی او یا هم ولسی جرګه له خپلو ورته نورو قانونی صلاحیتونو ګټه پورته کوی، د رسنیو او یوشمېر کسانو له لوری دغسې خبرې را پورته کوی، چې ګویا وکیلانو پیسې اخیستی او یا هم پټې معاملې یې تر سره کړی دی.
دی وایی، دې مسایلو له دې وړاندې په پنځلسمه دوره کې هم شتون درلود، اوس هم شتون لری او ښایی په راتلونکې هم وی؛ خو دا مسایل عادی دی.
نوموړی زیاتوی، په یوې داسې ټولنه کې چې ټولې ادارې او نهادونه ستونزې ولری، د ټولنې پر وړاندې د افغانستان درې ګونې قووې ستونزې ولری، نو ولسی جرګه هم نشی کېدای چې له دې ټولو مستثنی له ستونزو خالی وی.
د ښاغلی عظیمی په خبره، دا چې ولسی جرګه په خپل تېر کاری کال کې څومره له ستونزو ډکه وه او یا هم څومره بریالۍ وه، هغه خبره ده چې ولس یې باید په اړه قضاوت وکړی.
د ولسی جرګې دویم منشی وایی، په تېر کال کې چې خلکو له ولسی جرګې کومې هیلې درلودې او کومې غوښتنې یې ترې کولې هغه نه دی شوی او نه دی براورده شوی.
د ده په خبره، کله چې ټولنه ستونزې لری او له ستونزو سره مخ وی؛ نو په ولسی جرګه کې به د خلکو تمې نه پوره کېږی؛ خو په کار ده چې هر وکیل د خپل مسوولیت او د مسوولیتونو د درک په اساس چارې پر مخ بوځی او له خپل ولس سره شوې ژمنې عملی کړی.
ښاغلی عظیمی وایی، د نړۍ په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم خلک له خپلو پارلمانونو خپه وی او پرې نیوکې کوی؛ خو وکیلان یې هڅه کوی چې د ولس له ارادې سره سم چارې پر مخ بوځی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې په تېر کال کې په ولسی جرګه کې د حکومت لاسوهنې څومره وې وویل، چې د لومړی کال په پرتله په تېرکال کې د حکومت لاسوهنې کمې او نشی کولای ووایی، چې ټولې ستونزې د حکومت د لاسوهنې له امله وې.
همدارنګه د ولسی جرګې غړې فاطمې عزیز ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې ولسی جرګې په خپل تېر کال کې ډېرې ستونزې او لاسته راوړنې درلودې.
هغې وویل، په تېر کال کې حکومت د ولسی جرګې په چارو کې ډېرې لاسوهنې وکړې او ولسی جرګې ته په هېڅ ارزښت قایل نه شو.
د نوموړې په خبره، ولسی جرګې لوی څارنوال او د سترې محکمې مشر قاضی القضات د رایو په اکثریت سره له دندو لرې کړل؛ خو تر اوسه هم هغوی خپلو دندو ته دوام ورکوی او همدارنګه نورو پرېکړو ته یې هم حکومت احترام ونه کړ.
مېرمن عزیز وایی، له بلې خوا د ولسی جرګې اداری پلاوی تل د ولسی جرګې له پرېکړو په شا شول او په خپلو ژمنو ونه ودرېدل چې دا یوه ستره ستونزه وه؛ ځکه د اداری پلاوی یوه دنده دا ده چې د ولسی جرګې د غړو له لوری شوې پرېکړې باید عملی کړی، چې دغه کار یې ونه کړ.
د ولسی جرګې د دې غړې په خبره، په همدې دلیل ده چې د ولسی جرګې لاسته راوړنې بېخی ورکې وې، ځکه کوم کار چې ولسی جرګې کاوه حکومت ورته پاملرنه نه کوله بلکې په خپل سر یې چارې تر سره کولې.
هغه وایی، همدارنګه ولسی جرګې په خپل تېر کال کې یوشمېر قانونه او معاهدې تصویب کړی او ګڼې لاسته راوړنې هم لری.
اغلې فاطمه عزیز وایی، ولسی جرګه په خپلو هغو کړنو کې چې د حکومت په چارو یې څارنه ده له یوې سلنې ډېره لاسته راوړنه نه لری، لکه یو ځل یې د یوولسو وزیرانو د استېضاح پرېکړه وکړه؛ خو وروسته بیا له خپلې پرېکړې په شا شول او دغه بهیر بې پایلې پاتې شو او نه هغسې تمثیل شوی چې خلکو یې هیله او غوښتنه درلوده.
هغې پر ولسی جرګې د خلکو هغو نیوکو ته په اشارې چې ګواکې وکیلانو له چارواکیو پیسې اخیستې وویل، چې تر اوسه په تېر یوه کال کې دغه مساله ګونګه ده، په تېر یوه کال کې ټول وکیلان په ځانګړی ډول څنګ تر څنګ ناست وکیلان یو پر بل شکمن دی، چې ګواکې ده به پیسې اخیستې وی؛ خو کېدای شی د هغو کسانو چې په ولسی جرګه کې له نفوذ نه برخمن دی، یا ګروپ لری او یا هم د اداری پلاوی غړی دی، یوشمېر معاملې شوی خو په دې اړه هم اسناد نه لری او کره خبره نشی کولای.
نوموړې وایی، چې په ولسی جرګه کې له قومی او تنظیمی مسایلو سترګې نشی پټولای ځکه دغه مسایل ډېر زیات ول؛ حتی په یوشمېر مواردو کې داسې هم پېښ شوی، چې یوه وزیر هېڅ لاسته راوړنه نه لری خو ځینې وکیلان ترې په قومی ډول ملاتړ او دفاع کوی.
د ولسی جرګې د دې غړې په باور، راتلونکی او ورپسې کلونه د افغانستان لپاره ډېر مهم دی که چېرې ولسی جرګه بیا هم دغه ډول وی؛ نو ښایی کومه لاسته راوړنه ونه لری؛ خو که چېرې ملی وکړی او په همغږی ډول مخ ته لاړ شی او خپل مسوولیتونه وپېژنی نو ډېرې لاسته راوړنې به ولری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.