احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکرده‌اند.





ارګ: د سولې د مشورتی لویې جرګې نېټه به په راروانو ورځو کې اعلان شی

- ۱۳ حوت ۱۳۹۷

هارون چخانسوری زیاته کړه چې د سولې عالی شورا د مشورتی لویې جرګې د ترسره کولو لومړنی کارونه پیل کړی.
د چخانسوری به خبره ولسمشر اشرف غنی د سولې په چارو کې د سیمه‌ییزې اجماع لپاره خپل خاص استازی او د سولې د دارالانشاء مشر عمر داوودزی ته امر کړی چې د مشورتی لویې جرګې د ترسره کولو لپاره ژر تر ژره اماده‌ګی ونیسی.
د سولې عالی شورا د اجرائیه پلاوی غړی محمد امین وقاد هم بیا ازادی راډیو ته تأیید کړه چې د سولې مشورتی لویې جرګې نېټه چې mandegarتمه وه د حوت په ۲۶مه وی ځنډېدلې ده.
ښاغلی وقاد زیاته کړه: «په قطر کې خبرې پیل شوی. دلته د مذاکراتو لپاره یو افغانستان شموله پلاوی د دولت له‌خوا جوړېږی. دا هم یو مصروفیت دی. که د سولې په خبرو کې کوم پرمختګ وشی، نو هغه به هم ایجاب کوی چې اوس د مشورتی لویې جرګې ګنجایش نه‌وی، نو د همدې لپاره دا مسئله «مشورتی لویه جرګه» اوس وځنډېدله.»
حکومت وایی، د سولې مشورتی لویې جرګې د تشکیل د کمېسیون او د دارالانشاء تر جوړېدو وروسته به د دې جرګې د ترسره کېدو نهایی نېټه اعلان شی.
دا خبره د ولسمشر اشرف غنی ویاند هارون چخانسوری د یکشنبې په شپه ازادی راډیو ته وکړه.
ښاغلی چخانسوری زیاته کړه: «کله چې فرمان په راتلونکو ورځو کې لاسلیک شی، د لویې جرګې د ترسره کېدو کمېسیون ټاکل کېږی او د سولې د دې لویې مشورتی جرګې دارالانشاء هم جوړېږی. بیا هغوی د دې لپاره چې وګوری د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو خلک راتلی شی، د جرګې د ترسره کولو نهایی تاریخ په خپله اعلانوی.»
ښاغلی وقاد وویل چې دا مشورتی لویه جرګه به د نوی ۱۳۹۸ لمریز کال په وری/حمل میاشت کې وشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.