افغانستان د وسپنې د ویلی کولو د فابریکو ټولنه: ځینې مافیایی کړۍ د وسپنې د ویلی کولو د صنعت د له منځه وړلو هڅه کوی

- ۱۹ حوت ۱۳۹۷

mandegarافغانستان د وسپنې د ویلی کولو د فابریکو ټولنه وایی چې په هېواد کې دننه او بهر کې ځینې مافیایی کړۍ هڅه کوی چې په افغانستان کې دغه صنعت له منځه ولاړ شی.
د افغانستان د وسپنې د ویلی کولو د فابریکو ټولنه وایی، که څه هم په دې برخه کې په هېواد کې دننه د پام وړ پانګونه شوې او فعالیتونه د سیمې په کچه بشپړ معیاری دی، خو په کور دننه او بهر ځینې کړۍ یې د کارونو په وړاندې خنډونه جوړوی.
د دغې ټولنې رییس پرویز خواجه زاده د یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبری غونډه کې وویل چې په حکومت کې دننه هم ځینې کړۍ او کسان د دوی د فعالیتونو په وړاندې ستونزې جوړوی.
ده وویل: «د حکومت په داخل او بېرون کې داسې مافیایی کړۍ دی چې دوی هڅې کوی چې په هېواد کې دغه ملی صنعت نابود کړی، که یې مخه ونه نیول شی، دغه د ۴۵۰ میلیونو امریکایی ډالرو په ارزښت ملی پانګه به له منځه ولاړه شی.»
ښاغلی خواجه زاده که څه هم په کور دننه په ښکاره د چا نوم وانه خیست، خو څرګنده یې کړه چې ګاونډی هېوادونه په ځانګړی ډول، پاکستان او ایران یې د فعالیتونو مخه نیسی.
د دغې ټولنې غړی نقیب الله نظری ازادی راډیو ته وویل چې د هېواد په ګمرکونو کې هم د دوی د کارونو په وړاندې ستونزې موجودې دی.
د ملی وحدت حکومت په راتګ سره چارواکو پانګوال وهڅول چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړی چې حکومت مکلف دی چې پانګې اچونې ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړی.
دا مهال په افغانستان د وسپنې د ویلی کولو ۳۸ وړې او لویې فابریکې فعالیت لری چې ځینې د سیمې په کچه ساری نه لری او شااوخوا ۱۲ زره کارګران په کې په کارونو بوخت دی.
د افغانستان د وسپنې د ویلی کولو د فابریکو ټولنه وایی، اوس هم له هېواده ګاونډیو هېوادونو ته زړې وسپنې قاچاق کېږی او هم له یادو هېوادونو افغانستان ته په وارېدوونکې وسپنې باندې تعرفه کمه ده چې د دوی په کارونو یې ناوړه اغېز کړی دی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د حکومت په ځانګړې توګه د مالیې وزارت نظر هم را واخلو، خو له پرله پسې هڅو سره بیا هم چا زموږ اړیکې ځواب نه کړې.
په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مرستیال عبدالرحیم فیضان په همدې غونډه کې له حکومته وغوښتل چې له هرې ممکنې لارې چې وی، دغه ملی پانګه باید له ناوړو پلانونو وژغوری.
دی زیاتوی: «دا پانګه چې له منځه ځی، دا د کس نه، بلکې ملی پانګه ده، د دولت پانګه ده، دغه پانګوال یوازې مدیران دی چې مدیریت ورنه کړی، دولت باید له دغې ملی پانګې ملاتړ وکړی او چا ته اجازه ورنه کړی چې له منځه یې یوسی.»
د افغانستان د وسپنې د ویلی کولو د فابریکو ټولنه وایی، که حکومت د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړی، دوی چمتو دی چې د افغانستان د وسپنې په کانونو کې پنځوس فیصده پانګونه وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.