د مهسا د مور زړه سوری شو!

- ۲۴ حوت ۱۳۹۷

د کابل یو شمېر ښاریان په‌دې ښار کې د جنایی جرمونو زیاتېدو اندېښمن کړی دی.
د اباسین د مور د زړه داغ لا نه‌و روغ شوی چې په کابل ښار کې د شپږکلنې مهسا د مور زړه سوری شو.
mandegarد روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کابل ښار په پنجصد فامیلی سیمه کې شپږ کلنه مهسا اختطاف شوه او یوه ورځ وروسته یې جسد وموندل شو.
دغې پېښې او په کابل کې د جنایی جرمونو زیاتېدو په ټولنیزو رسنیو کې غوغا راپورته کړې او خلک یې اندېښمن کړی دی.
د کابل دوه تنه ښاریانو ډاکتر الف خان او محمد یعقوب ازادی راډیو ته وویل، دومره ویرېدلی چې ان نه غواړی خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوی:
«دا په رښتیا هم ډېره د اندېښنې وړ ده، که دا پېښې همداسې دوام پیدا کړی، شاید خلک حتا خپل ماشومان له ښوونځیو را وګرځوی، ځکه وېره موجوده ده چې اولادونه یې سبا د اختطاف‌چیانو لاس ته ونه لوېږی او د هغه ماشومې چې دوه ورځې وړاندې په بې رحمۍ سره ووژل شوه په سرنوشت اخته نه‌شی نو دا زموږ لپاره یوه جدی اندېښنه ده.
-موږ ټول ویرېږو، ځکه دا مسئله همداسې ویرونکې ده، دغه پېښو په ټولو منفې تأثیرات کړی دی.»
کابل ښاریان وایی، اداری فساد، د غیر مسؤله وسله‌والو موجودیت، بې روزګاری او داسې نور هغه څه دی چې په هېواد کې د جنایی جرمونو د ډېرېدو لامل ګرځېدلی.
دوی له حکومته غواړی چې د جنایت کارانو پر وړاندې هر ډول اقدام باید له خلکو سره شریک کړای شی چې په‌دې برخه کې له لاسه تللی باور بېرته په لاس راوړل شی.
که څه هم افغان ولسمشر محمد اشرف غنی ژمنه کړې چې د مهسا قاتلانو ته به سخته سزا ورکړی، خو خلک بیا غوښتنه کوی چې باید د دغه پېښې عاملین په ډاګیز ډول اعدام شی.
یو شمېر مدنی فعالان وایی، یوازې د مهسا قضیه نه‌ده چې عام خلک یې غوسه کړی، بلکې انسان تښتونه په‌دې وروستیو کې په یو کاروبار بدله شوې ده او ګڼې وړې او لویې جنایتکارې ډلې په‌کې ښکېل دی.
مدنی فعال راحت ګل زیارمل ازادی راډیو ته وویل، لویه ستونزه دا ده چې په تښتونه کې ښکېل جنایتکار له ځینو دولتی کړیو سره لاس لری.
نوموړی وایی: «حتماً د دوی تر شاه د حکومتی امنیتی مسؤلینو نه نیولې، تر مافیا او نورو ډلو لاسونه شته، داسې ډېر اسناد شته کله چې دغه ډول اختطافونه ترسره شوی، تر شاه یې ځینې حکومتی لاسونه رابرسېره شوی، خو دا باید ووایم چې د حکومت په پالیسۍ کې دا نشته، خو د حکومت له امکاناتو او موټرو نه په‌دغه ډول پېښو کې خامخا ګټه اخېستل کېږی.»
ښاغلی زیارمل له حکومته غواړی چې د خلکو د سرو مال د ساتنې په برخه کې دې خپل مسؤلیت پر ځای کړی.
نوموړې وایی، امنیتی او قضایی ادارې باید نور دا څرګنده کړې چې د انسان تښتونکو پر وړاندې په‌دې ادارو کې هېڅ ډول زغم وجود نه‌لری، خو د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند دا نه تأییدوی چې سړی تښتونکی دې له حکومتی کړیو سره لاس ولری.
دی د انسان تښتونې پېښې جدی بولی خو ډاډ ورکوی چې د مخنیوی لپاره یې پولیس هلې ځلې کوی.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د پنجشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د شپږ کلنې مهسا دوه تنه نیول شوی قاتلان به ډېر ژر به عدلیې او قضایی ارګانونو ته وپېژندل شی.
نوموړی وایی: «انشاءالله چې د دغه ډول پېښو د مخنیوی په هدف پلانونه شته لکه څنګه چې د اوسنۍ پېښې عاملین په ۲۴ ساعتونو کې ونیول شول که بیا خدای ناخواسته دغه ډول پېښه رامنځته کېږی، نو پولیس خامخا خپل کار کوی او مجرمین چې په هره کچه وی نیسی او د قانون منګلولو ته یې سپاری.»
ښاغلی مجاهد وویل، عدلی او قضایی ادارې باید هغو کسانو ته د سزا په ورکولو کې جدی و اوسی چې امنیتی ځواکونه یې د داسې جرمونو په تړاو نیسی او باید چې د قانون سره سمه سزا ووینی.
نوموړی همدا شان په‌دې برخه کې له امنیتی ادارو سره د عامو افغانانو مرسته هم ډېره مهمه وبلله.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.