د پسرلی په راتلو سره د هېواد په څو ولایتونو کې د جګړې فصل هم پیل شوی

- ۱۰ حمل ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان ملی دفاع وزارت وایی چې د دولت ضد وسله والو خپلې حملې زیاتې کړی.
بدخشان، کندز، هلمند، کونړ، پکتیکا، بادغیس، فراه او فاریاب هغه ولایتونه دی چې اوسمهال په کې جګړه روانه ده.
د افغانستان د ملی دفاع وزارت ویاند قیس منګل د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، امنیتی او دفاعی ځواکونه د وسله والو مخالفینو د حملو د په شا تنبولو تر څنګ د وسله والو مخالفینو پر وړاندې تهاجمی بریدونه هم ترسره کوی.
دی وایی: «دوی ( طالبانو) په یو شمېر ولایتونو کې خپلې حملې شدیدې کړی چې په مقابل کې امنیتی ځواکونو هم دفاع کړې او هم تهاجمی حملې ترسره کوی.»
د بدخشان ولایت ارغنج خواه ولسوالۍ او د غزنی ښار د جمعې په ورځ د وسله والو مخالفینو د حملو شاهدان وو.
د بدخشان د ولایتی شورا مسؤلینو د شنبې د ورځې په سهار د وسله والو مخالفینو له لوری د دغه ولایت د ارغنج خواه ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ.
د بدخشان د ولایتی شورا غړی عبدالله ناجی وایی، پر دغې ولسوالۍ د وسله والې حملې په ترڅ کې ۱۲ امنیتی ځواکونه وژل شوی، ۷ ټپی او ۵ کسان اسیر نیول شوی دی.
دی زیاتوی: «ارغنج خواه ولسوالۍ سقوط شوې، ۱۲ کسان وژل شوی او څو نور کسان ټپی لرو، همداراز ۵ کسان اسیر نیول شوی، هغه مرستندویه ځواکونه چې پرون ورسېدلی، هغوی هم څه ونشو کړای او بېرته راستانه شول، د هوا خرابی هم د دې لامل شو چې الوتکې سیمې ته ولاړې نشی او اوس ولسوالی په بشپړ ډول د امنیتی ځواکونو له کنټروله وتلې ده.»
له دې سره د بدخشان اوسېدونکی وایی چې د دغې ولسوالۍ سقوط طالبانو ته پر فیض اباد د پراخو حملو زمینه برابروی.
ده وویل: «حمید یم د فیض اباد اوسېدونکی، طالبانو پر ارغنج خواه ولسوالۍ حمله وکړه او دا ولسوالۍ له فیض اباد ښاره ۱۵ کیلو متره لېرې ده چې د فیض اباد لپاره یې جدی ګواښ پېښ کړی او که عملیات ونشی، طالبان به پر ښار پراخې حملې وکړی.»
خو د ملی دفاع وزارت ویاند قیس منګل د بدخشان ولایت د ارغنج خواه ولسوالۍ سقوط ردوی او وایی چې په دغې ولسوالۍ کې لا هم تېزه جګړه روانه ده، د هغه په خبره، سیمې ته ځانګړی امنیتی ځواکونه هم رسېدلی دی.
له دې سره د غزنی امنیه قوماندان جنرال داوود تره خېل وایی، چې طالبانو د جمعې په شپه د غزنی ښار درېیمې حوزې اړوند پر څو امنیتی پوستو حملې کړی چې د درېیمې امنیتی حوزې د امر په ګډون، ۹ پولیس په کې وژل شوی او ۶ نور ټپی دی.
نوموړی زیاته کړه چې اوس په سیمه کې وضعیت د امنیتی ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او سیمې ته تازه دمی ځواکونه رسېدلی دی.
د غزنی ښار یو شمېر اوسېدونکی وایی چې په دغه ولایت کې امنیتی وضعیت کړکېچن دی او حکومت باید ورته پاملرنه وکړی.
نوموړی وویل: «محمد جعفر یم د غزنی اوسېدونکی، په دغه ولایت کې امنیت نشته، د حکومت رهبرانو ته مو چې رأیه ورکړې، ورنه د امنیت غوښتونکی یوو.»
حکومت هم د (خالد) په نوم پسرلنی عملیات پیل کړی دی.
هر کال د پسرلی په رارسېدو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې جګړه پیلېږی، که څه هم له طالبانو سره د سولې خبرې هم روانې دی، خو وبه لیدل شی چې ایا دغه بهیر به تر یوه بریده د جګړې وضعیت بدل کړی او که نه؟

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.