د شکایتونو کمېسیون: ۲ اونیو کې به د پاتې ولایتونو انتخاباتی پایلې وروستۍ شی

- ۳۰ حمل ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایی، تر راتلونکو دوو اونیو به د کابل په ګډون د پاتې ولایتونو د ولسی جرګې د انتخاباتو پایلې وروستۍ شی.
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایی، د ولسی جرګې د نویو غړیو دوه ثلثه له دې وړاندې اعلان شوی او که حکومت وغواړی، کولای شی د قانون پر اساس نوې ملی شورا پرانېزی.
د دغه کمېسیون منشی محمد قاسم الیاسی د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، که حکومت د ټولو ولایتونو د پایلو اعلان ته په تمه دی، دا پایلې ممکن تر دوه راتلونکو اونیو به وروستۍ شی.
د ښاغلی الیاسی په خبره، د کابل حوزې د ولسی جرګې انتخاباتو پر پایلو د شنبې له ورځې کار پیل شوی او ممکن تر دوه نوور اونیو وخت ونیسی.
دی وایی: «د کوچیانو حوزه پاتې چې ښایی د یکشنبې یا دوشنبې په ورځ وروستۍ شی، د پکتیا هم په خلاصېدو ده، ښایی د شنبې په ورځ را واستول شی، کندز، بغلان او میدان وردګ پاتې ولایتونو دی چې د راتلونکې اوونۍ تر پای به له کابل او ځینو حوزو پرته وروستۍ شی.»
تمه وه چې د افغانستان ولسمشر یو نیمه میاشت وړاندې یعنې د حوت په ۱۶مه نېټه د ملی شورا ۱۷مه دوره د ولسی جرګې له نویو غړیو سره پرانېزی، خو د ټولو ولایتونو د پایلو د نه وروستۍ کېدو له امله افغانستان اوس مقننه قوه نه‌لری.
د دغه هېواد د ولسی جرګې انتخابات د تېر لمریز کال د میزان میاشتې په وروستیو کې وشول او افغان حکومت په‌دغو انتخاباتو کې د پراخو درغلیو د ادعا پر اساس د انتخاباتو قانون تعدیل کړ.
د دغه قانون له تعدیله وروسته د انتخاباتی کمېسیونونو پخوانی غړی عزل او ممنوع الخروج اعلان شول.
د انتخاباتی کمېسیونونو پخوانی غړی په کمزوری مدیریت او له وظیفوی صلاحیتونو د ځان په ګټه اخېستنې تورن دی.
اوس چې د انتخاباتی کمېسیونونو د نویو غړیو د کار له پیله یو میاشت کېږی، نوی غړی هم تردې دمه په میزان میاشت کې د انتخاباتو د وروستیو پایلې پر اعلان نه‌دی توانېدلی.
له دې سره د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په تمه ده چې انتخاباتی کمېسیونونه د ټولو پاتې ولایتونو پایلې وروستۍ کړی، څو حکومت د ملی شورا اوومه دوره په نوی جوړښت پرانېزی.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوی د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل: «د یو شمېر ولایتونو پایلې تر اوسه نه‌دی اعلان شوی، هیله‌مند یو چې انتخاباتی کمېسیونونه ژر تر ژره پایلې اعلان کړی، څو موږ وکړای شو نوی پارلمان له نوی جوړښت سره اعلان کړو.»
له دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلی و، کله چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د پاتې ولایتونو پایلې ور واستوی دوی به یې ژر اعلان کړی.
د دغه کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ له ازادی راډیو سره په خبرو کې له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څخه دا هم غوښتی چې ژر تر ژره دې د پاتې ولایتونو پایلې وروستۍ کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.