د طبیعی پېښو پر وړاندې د چمتووالی په چارو کې د دولت وزیر: وروستیو سېلابونو شااوخوا ۲۵۰ تنه وژلی او نږدې ۳۰۰ یې ټپیان کړی

- ۳۱ حمل ۱۳۹۸

mandegarد طبیعی پېښو پر وړاندې د چمتووالی په چارو کې د دولت وزیر وایی، په وروستیو سېلابونو کې شااوخوا ۲۵۰ کسان وژل شوی او نږدې ۳۰۰ ټپیان شوی دی.
طبیعې پېښو ته د چمتووالی په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم وایی، د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې په دغو سېلاوونو کې ۲۴۷ کسان وژل شوی، ۲۹۹ ټپیان او ۱۵ تری تم دی، څه باندې ۱۵۰۰۰ کورونه بشپړ ویجار او څه باندې ۱۸۰۰۰ لږ څه زیانمن شوی دی.
دی وایی، پر۶۰۰۰ کورنیو یې چې کورونه یې بشپړ ړنګ شوی، نغدې پیسې، پر ۱۹۰۰۰ کورنیو یې خوراکی او پر۶۰۰۰ نورو کورنیو یې غیر خوراکی مواد وېشلی دی.
ښاغلی فهیم د شنبې په ورځ د دغه وزارت د کلنی راپور د وړاندې کولو پرمهال په کابل کې وویل، له ټولو زیانمنو شویو کورنیو سره به له استثنا پرته مرسته وشی.
ده وویل: «د وېش لړۍ روانه ده، استثنا په کې نشته، په کابل او هرځای کې چې اړ کسان تشخیص شی، مرسته ور رسېږی.»
اخوا د کابل ښار د نهمې ناحیې اوسېدونکی مجیب الله وایی، وروستیو سېلابونو یې د کور دېوالونه نړولی او ډېر زیان یې ور رسولی دی.
ده وویل: «کور مې کابل سیند ته څېرمه پروت دی، اوبه ور ننوتی او ډېر زیان یې رسولی دی، له کوره مې کډه وکړه، اوس مې هم د کور ډېر سامان، لوند دی، هېڅ چا را سره تراوسه مرسته نه ده کړې.»
دی وایی، که حکومت ورسره مرسته ونه کړی، په یوازې ځان د کور د بیارغولو توان نه لری.
خو حکومت وایی، د وروستیو دوو میاشتو سېلابونو په کابل او ولایتونو کې زرګونه کورونه ویجاړ کړی او شااوخوا دوه سوه پنځوس قربانیان لری.
وروستیو سېلابونو یوازې په کابل کې ستونزې نه دی رامنځته کړی، بلکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې یې هم خلکو ته درانه مالی زیانونه اړولی دی.
د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی عتیق الله وایی:
«نه له موږ سره مرسته شوې او نه راته چا توجه کړې، په سېلاب کې مې کور وران شو او څاروی مې سېلاو یوړل، ۴ زامن مې تراوسه هم په دغو سېلاوونو کې لا درکه دی.»
دی له حکومته غواړی چې مرسته ورسره وشی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر سپارښتنه کړې چې له هغو کورنیو سره چې کورونه یې بشپړ ړنګ شوی، د ۱۵۰۰۰ افغانیو، هغو سره چې کورونه یې څه ناڅه زیانمن شوی، د ۷۵۰۰، د وژل شویو له کورنۍ سره دې ۵۰۰۰۰ او له ټپیانو سره دې ۲۵۰۰۰ افغانۍ مرسته وشی.
طبیعې پېښو ته د چمتووالی په چارو کې د دولت وزارت د هغو خلکو شمېر چې مالی زیانونه ور اوښتی، نه دی وړاندې کړی، خو ټینګار کوی چې د اوښتو مالی زیانونو ارزونه روانه ده.
ښاغلی فهیم ډاډ ورکوی چې د طبیعې پېښو پروړاندې یې د چمتووالی لپاره اغېزمن پروګرامونه ترتیب کړی او تیاریانې یې نیولی چې په عملی کېدو سره به یې شته ستونزې کمې شی.
خو دا هغه ژمنې دی چې تر عملی کېدو وروسته به یې په اړه قضاوت کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.