د پنجشنبې تر ورځې د ولسی جرګې د پاتې ۵ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلانېږی

- ۰۳ ثور ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کندهار ولایت د ولسی جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
په دې سره د هغو ولایتونو شمېر ۲۸ ته ورسېد چې د انتخاباتو کمېسیون‌یې وروستی نتایج اعلان کړی دی.
د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات د سې شنبې په ورځ له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، د پنجشنبې تر ورځې به د ۵ نورو ولایتونو وروستۍ پایلې هم اعلان شی چې له دې سره به دغه بهیر پای ومومی.
ده وویل: «د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کندهار ولایت د انتخاباتو نتایج وروستی کړل، دا مهال د شکایتونو کمېسیون ته انتظار باسو، څو د نورو ولایتونو وروستۍ پایلې موږ ته راواستوی، خو تر اوسه پورې له موږ سره نه‌دی شریکې شوی.»
د ولسی جرګې انتخابات د تېر لمریز کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې، خو د کندهار ولایت انتخابات بیا په یوه اوونۍ ځنډ سره ترسره شول.
ټاکل شوې چې د غزنی ولایت د ولسی جرګې انتخابات له ولسمشریزو انتخاباتو سره یوځای ترسره شی.
د افغانستان د ولسی جرګې انتخابات له درغلیو او سرغړونو ډک بلل شوی چې ان له امله‌یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخوانی غړی څارنوالۍ ته معرفی او ممنوع‌الخروج اعلان شول.
د ولسی جرګې په وروستیو پایلو کې رامنځته شوی ځنډ له ګڼو پوښتنو سره مخ شوی.
کابل، کندز، میدان وردګ، پکتیا او بغلان هغه ولایتونه دی چې وروستۍ پایلې یې تر اوسه هم نه‌دی اعلان شوی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې په پارلمانی چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ ویلی، ښایی چې د ملی شورا ۱۷مه دوره د راتلونکې پنجشنبې تر ورځې پورې پرانیستل شی.
خو د حقوقی چارو یو شمېر پوهان بیا وایی، که څه هم د ۲۸ ولایتونو د پایلو له اعلان سره د مجلس نصاب ۵۰+۱ بشپړوی، خو په وینا یې چې د جرګې غړی نه‌شی کولای چې د جرګې مشر او اداری پلاوی وټاکی.
خالد سادات په دې اړه وویل: «کابل یو اغېزناک ولایت دی، نو ځکه د ولسی جرګې غړی تر هغه خپل مشر او اداری پلاوی نه‌شی ټاکلی چې د کابل ولایت پایلې وروستۍ نه‌شی او باید مکمل شی.»
دا چې د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون به کله وتوانېږی چې د پاتې ۵ ولایتونو وروستۍ پایلې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره شریکې کړی، ونه‌توانېدو چې د دغه کمېسیون نظر واخلو.
خو ښاغلی سادات ټینګار کوی چې کابل او غزنی له مهمو ولایتونو شمېرل کېږی چې د نتایجو له اعلان پرته به‌یې د ولسی جرګې د کار پیل مشروع او قانونی نه‌وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.