د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبر: د ولسمشر سفرونه ډېر لګښت خو کمې لاسته راوړنې لری

- ۲۲ دلو ۱۳۹۱

برېټانوۍ ورځپاڼې ډېلی مېل په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلی، چې په لندن کې افغان ولسمشر حامد کرزی په تر ټولو د لوړې کرایې درلودونکې هوټل کې شپې تېرې کړی او لوړ لګښت یې کړی. همدارنګه له دې وړاندې هم حکومتی چارواکیو په بهر کې لوړې کرایې ورکړی او لوړ لګښتونه یې کړی دی، موږ په دې اړه د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی له استاد تاج محمد اکبر سره مرکه کړې چې د لوستو بلنه یې درکوو.
استاده که په پیل کې د چارواکیو په لوړو لګښتونو رڼا واچوﺉ چې د افغانستان غوندې د غریب هېواد لپاره دغه لګښتونه څه پایله لری؟
موږ یو سیستم لرو، هغه هېوادونه چې نشی کولای د بیارغونې، ودې او پرمختګ لپاره خپل عواید لوړ کړی، یا د کرنې، صنعت، برېښنا، ټرانسپورت او په بېلابېلو نورو برخو کې خپلو وګړو ته ښه خدمات وړاندې کړی؛ نو هغو هېوادونو ته په کار ده، چې خپل لګښتونه راکم کړی.
متاسفانه چې زموږ په هېواد کې وینو، چې د پراختیایی او عادې بودیجې تر منځ انډول او تناسب ناسالم دی. علت دا دی چې باید ډېرې پیسې په پرمختیایی، ودې او انکشاف ولګېږی، څو ښه خدمات عرضه شی. ځکه په هېواد کې د پوهنې، روغتیا، فقر، بېوزلی او بېکاری په کومه کچه کې ده، د څښاک اوبه او حتی د ژوند لومړنی توکی هم نه دی برابر شوی. خو لګښتونه ډېر زیات دی. د ولسمشر د هغه د مرستیالانو، وزیرانو او نورو چارواکیو څومره د مرمۍ ضد موټر دی، دفترونه یې په کومه کچه لوکس او عصری دی او نور څومره بېځایه لګښتونه کېږی.
بناً هغه پیسې چې د ولسمشر په سفرونو لګېږی، دا څومره ډېرې دی. زه په ډېرو مواردو کې د ولسمشر له سفرونو سره موافق نه یم. ځکه د ده سفرونه چې باید څومره لاسته راوړنې ولری، هغومره لاسته راوړنې نه لری او لوړ لګښتونه هم پرې کېږی. دمګړۍ په افغانستان کې لګښتونه فوق العاده لوړ دی؛ خو پر وړاندې یې زموږ ملت ویده ملت دی.
خلک یې خاموشه اکثریت بولی خو زه یې ویده ملت بولم، په نورو هېوادونو کې که چېرې دغه ډول  ګدایۍ په پیسو او یا نورو پیسو باندې، ډېری داسې هېوادونه دی چې موږ باید ترېنه پیسې وانخلو، ځکه هغوی مخلصانه مرستې نه کوی، بلکې دلته اهداف لری، نو که دغه پیسې یې دولتونه په ورته سفرونو ولګوی یا یې په نورو مجللو چارو ولګوی، چې هېڅ اړتیا یې نه وی، ولس یې عکس العمل ښیی او که کوم ملت یې پر وړاندې عکس العمل نه شیی، لکه زموږ ملت هغه ویده ملت دی او دولت یې هم یو فاسد او ناکاره دولت وی، خو په تاسف سره چې په دې تېرو یوولسو کلونو کې په افغانستان کې دغه لړۍ روانه ده.

دا ډېره د شرم خبره ده چې ولسمشر له یوولس کالو وروستو فرمان ورکوی، چې په ادارو کې دې له مجللو توکیو ډډه وشی او یا دې خپل هېوادنی توکی وپلورل شی. په دې یوولسو کلونو کې د ولسمشر له سلو ډېرو سلاکارانو یوه هم دا سلا او مشوره ورنه کړه، چې ښاغلی ولسمشره! ته عواید نه لرې،توکی نه لرې، د سوداګرۍ بېلانس هم برابر نه دی. افغانستان ریزرف پیسې چې لری، ځینې یې شپږ اشاریه شپږ او ځینې یې شپږ اشاره دوه میلیارده ډالره ښیی، چې ولسمشر هم پرې ویاړی او په افتخار سره یې وایی، چې موږ افغانی ذخایر لرو. په دې کې طلا شامله ده، ډالر، یورو په کې شامل دی، یوه بله مساله ده چې حق برداش محفوظ دی، چې په ای اېم اف پورې اړه لری هغه په کې شامله ده، په ټوله کې زموږ دغه ذخایر افغانی هم حتی کفایت د کسر بېلانس د تجارت نه کوی.
پوښتنه: استاده د نورې نړۍ مشران حتی په کرایی الوتکه کې نه ځی، لوړ لګښتونه نه کوی؛ خو افغان چارواکی چې بهر ته ځی نو ځانګړې الوتکه کرایه کوی، هغه هېواد ته چې ورځی بسته تعمیرونه په کرایه نیسی او نور لوړ بېځایه لګښتونه کوی، په داسې حال کې چې بودیجه مو په بهرنیو مرسته تکیه ده، تاسو دغه لوړ لګښتونه د هېواد د اقتصاد لپاره څورمه په زیان وینﺉ او ادامه به یې کومې پایلې ولری؟
ځواب: زموږ د عادی بودیجې شپږ څلوېښت سلنه، چې د معاشاتو او اداری برخه کېږی، او د پراختیایی بودیجې سل سلنه په بهرنیو مرسته تکیه ده او هغوی یې تمویلوی. افغان چارواکی چې کوم دغه لګښتونه کوی، دا یو غیر مسوول او غیر متعهد دولت دی. هغه چارواکی او حکومت چې ځان مسوولیت پذیره ونه بولی، لکه څنګه یې چې د ځمکو په غصب کې مسوولیت ځانته راجع نه کړ او هره ورځ په زرګونو جریبه ځمکه غصبېږی، همدارنګه فساد ورځ تر بلې ډېرېږی او پراخېږی، دولتی څوکۍ په بېلابېلو ډولونو ووېشل شوې او خلک ورته په بېلابېلو نومونو او اړیکو معرفی کېږی او ټاکل کېږی، چې کابو ۹۵ سلنه چارواکی په فساد ککړ دی.
که چېرې دغه ډول الوتکې کرایه کېږی، تعمیرونه نیول کېږی، مرمۍ ضد موټر وی، مجلل موټر وی، مجللې مېلمستیاوې وی، بلنې وی؛ نو دا به د ملت برخلیک بېرته تېرو دریو لسیزو ته ور وګرځی.
پر افغانستان یو مافیاوی سیستم حاکم او تحمیل دی او غریب خلک چې نه د څښاک اوبه لری، نه روغتیایی او پوهنیزو خدماتو ته لاسرسی لری، دوی به همداسې کړېږی.
حکومت وایی، چې سړکونه یې جوړ کړی کوم سړکونه؟ هغه سړکونه چې یو کال یې دوام نه دی کړی؟ نو په ټوله کې چې دولتی اراکین کوم لوړ لګښتونه کوی دا پر هېواد، هېوادوالو او د هېواد پر اقتصاد ناوړه اغېز کوی. د بهرنیو مرستو اوسنی بهیر زموږ لپاره یو فرصت و، چې له لاسه مو ورکړ. نه مو بنسټونه ورغول، نه مو سړکونه جوړ کړل، نه مو په اقتصادی برخه کې کوم پرمختګ او انکشاف راغی، نه مو د اوبو د تنظیم او لګښت په برخه کې پانګونه وکړه.
زموږ یو هېواد چې کرنیز هېواد دی، موږ د کرنې لپاره د اوبو د تعمیم غم نه دی خوړلی.
موږ دمګړۍ د خپلو ۵۷ میلیارده مکعبه جاری اوبو نه یوازې ۲۴٫۵ سلنه استفاده کوو، چې اتلس میلیارده مکعبه اوبه د ځمکې لاندې هم لرو. نور له دې اوبو نه ایران، پاکستان، شمالی ګاونډیان او نور هېوادونه ګټه پورته کوی.
زموږ اوبه او نور کرنیز توکی له بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو نه را واردېږی. موږ په خپل هېواد کې ګاز لرو، چې د ډاکټر نجیب پر مهال په ۱۳۶۵ کال کې موږ درې سوه پنځه شپېته میلونه ډالره صادرات موږ پخوانی شوروی اتحاد ته درلودل. نن موږ ګاز او نفتی توکی له بهرنیو هېوادونو را واردوو.
همدارنګه څلور اشاره اته میلونه ډالره افغانستان کېمیاوی سره تولیدوله. خو دمګړۍ موږ هر څه له بهر نه را وردوو او د نفتو د استخراج په برخه کې هم کوم پرمختګ نه دی شوی.
نو په ټوله کې ویلای شم، چې په تېرو یوولسو کلونو کې یو بې مسوولیته نظام پر افغانانو حاکم شوی دی او افغانان مظلوم واقع شوی دی.
یادونه: د ولسمشر کرزی ویاند تېره شپه له ماندګار ورځپاڼې سره په اړیکه کې د ډېلی مېل ورځپاڼې راپور رد کړ او ویې ویل چې د ولسمشر او نورو لوړپوړو چارواکیو لګښت د برېټانیې حکومت ورکړی او یوازې د تشریفاتی وګړو پیسې پر افغان حکومت دې چې له ۲۵۰ نه تر ۳۰۰ پونډو پورې کېږی او دا پیسې برېټانیا نه ورکوی. خو ویې ویل چې له دې وړاندې یوشمېر چارواکیو بهرنیو هېوادونو کې لوړ لګښتونه کړی او دوی یې د مخنیوی لپاره یوه اعلامیه هم څه وخت وړاندې خپره کړې وه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.