یوناما: لا هم فساد د افغانستان د سولې په لاره کې یو اساسی خنډ دی

- ۳۰ ثور ۱۳۹۸

mandegarپه افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا «یوناما» په خپل نوی راپور کې ویلی چې د پالیسۍ او قانونی اصلاحاتو سره-سره، لا هم فساد د افغانستان د سولې په لاره کې یو اساسی خنډ دی.
که څه هم حکومت له فساد سره د کلکې مبارزې هوډ کړی، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا «یوناما» په خپل نوی راپور کې وایی، فساد په حکومتی ادارو کې د خلکو باور له‌منځه وړی او د سولې پر وړاندې اساسې خنډ ګرځېدلی دی.
په افغانستان کې د یوناما دفتر استازې رومانا شوایګر د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره پرله‌پسې هڅو او تمرکز ته اړتیا لری.
نوموړې وایی:‎ «په ریښتینی ډول د فساد پر وړاندې مبارزه د افغانستان لپاره یوه اساسی اړتیا ده. ملګری ملتونه له فساد سره د مبارزې برخه کې د افغانستان د پرمختګ هرکلی کوی، خو ټول افغان بنسټونه او د ټولنې هره برخه باید هڅې وکړی څو په افغانستان کې ریښتینولی، روڼتیا او حساب ورکول پراخ شی.»
د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د یوناما په‌دغه راپور کې سپارښتنه شوې چې:
• فساد په څه ډول او په دوامدار ډول په افغانستان کې د ژوند په ټولو اړخونو اغېز کړی دی.
• په حکومتی ادارو یې د خلکو باور له‌منځه وړی
• او دغه هېواد ته یې د سولې او هوساینې راوړلو پر وړاندې خنډ جوړ کړی دی.
• د یوناما په‌دغه راپور کې همدا شان ویل شوی چې فساد د قانون حاکمیت کمزوری کوی او د لا زیاتو جرمونو لپاره لار هواروی.
دا راپور ګڼې سپارښتنې وړاندې کوی او ښیې چې د فساد پر وړاندې په مبارزه کې د حکومت روانو هڅو تراوسه د ډېرو افغانانو په ژوند اغېز نه‌دی کړی.
په راپور کې یوه مهمه سپارښتنه د افغانستان لپاره د فساد پرخه کې د اوږدې مودې ستراتیژۍ رامنځته کول په‌دې هدف دی چې د اصلاحاتو پخوانی هڅې او لاسته راوړنې دوام ومومی او له فساد سره د مبارزې لپاره د خلکو مخ پر زیاتیدونکې لېوالتیا پیاوړې شی.
دا په‌داسې حال کې ده چې تردې مخکې افغان حکومت ویلی چې په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلی او قضایی مرکز له جوړېدو تردې دمه د لوړ رتبه دولتی مأمورینو په ګډون ۲۱۲ تنه په مجازات محکوم شوی دی.
تر دې وړاندې د داوی ګروپ رئیس عبدالغفار داوی، د ټرانسپورت وزارت دوه پخوانی مرستیالان، د څرخی پله د زندان مسؤل، د یو شمېر امنیتی ارګانونو لوړپوړی چارواکی او د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدی د درنو جرمونو او اداری فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلی او قضایی مرکز له لوری په سزا محکوم شوی دی.
خو د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ وایی چې حکومت باید د هغو فاسدو چارواکو پر ضد چې د لوړو سیاسی څوکیو له ملاتړه برخه‌مند دی، اقدام وکړی.
د دې بنسټ د اړیکو او عدالت غوښتنې د برخې مسؤل محمد ناصر تیموری ازادی راډیو ته وویل، سره له دې چې حکومت له فساد سره مبارزه تر یوه حده ترسره کړې، خو په وینا یې لا هم بنسټیزه شوې نه‌ده.
دی وایی: «اساسی ستونزه دا ده چې د ملی وحدت په حکومت کې له فساد سره مبارزه بنسټیزه شوې نه‌ده چې دا مبارزه د بنسټونو له‌خوا ترسره شی او همدارنګه له فساد سره مبارزې لپاره یوه قوی سیاسی اراده موجوده نه‌ده.»
د افغانستان لویه څارنوالۍ وایی، دوی د حکومتی چارواکو په ګډون قانون په ټولو یو شان عملی کوی او یوازې په تېرلمریز کال کې دوی په‌دې برخه کې له ۴۲ زره ډېرو قضیو ته رسېدنه کړې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.