یوناما: ښکېـلې خواوې دې د ولسـی خلکو خونـدیتوب لپـاره جـدی تدابیـر خپـل کړی

- ۰۵ جوزا ۱۳۹۸

mandegarد ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وایی، دوی په افغانستان د ولسی خلکو د درنې مرګ ژوبلې دوام اندېښمن کړی.
یوناما د شنبې په ورځ یو بیان کې د جګړې له ښکېلو خواوو یو وار بیا غوښتل چې د ولسی خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوی لپاره دې جدی تدابیر ونیسی.
په‌دې خبرپاڼه کې یوناما د حکومت مخالفان د هغه څه په خاطر غندلی چې دې ادارې په قصدی توګه د ولسی خلکو په نښه کول بللی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی د جمعې په ورځ د کابل په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شوی برید په اړه معلومات راټولوی.
یوناما وایی، په جومات کې دې چاودنې ولسی خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
یوناما په‌دې خبرپاڼې کې زیاته کړې ده، دوی د چهارشنبې په ورځ په غزنی کې هغه پېښه هم څېړی چې په‌کې د چاودیدونکو موادو بار د هاموې موټر چاودنې ۱۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله چې دوه نجونې هم په وژل شویو کې شاملې وې.
د یوناما اعلامیه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی له تادامیچی یاماموتو له خولې وایی: «له توپېر پرته او په قصدی توګه پر ولسی خلکو بریدونه توجیه کیدای نه‌شی او دا جنګی جنایات بلل کېدای شی.»
نوموړی د روژې په میاشت کې د لمانځه پر مهال په جومات برید په ځانګړې توګه وحشیانه بللی دی.
یوناما په‌دې اعلامیه کې د حکومت د مخالفو وسله‌والو پر ضد د نړیوالو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې هم د ولسی خلکو د مرګ ژوبلې یادونه کړې ده او ویلې یې دی: «د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو په هلمند او کونړ ولایتونو کې په هوایی عملیاتو کې د اتو ماشومانو او څلور ښځو په ګډون ۱۴ کسان وژل شوی دی او ۱۲ نور ټپیان دی.»
یوناما د ولسی خلکو د مرګ ژوبلې په اړه دا خبرداری په‌داسې حال کې ورکړی چې په ټولنیزو رسنیو کې تازه د هغو کوچنیو ماشومانو عکسونه خپاره شوی چې ویل کېږی، د ننګرهار د شېر زادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې د صفر دوه قطعې په شپنیو عملیاتو کې وژل شوی دی.
د ننګرهار د ولایتی شورا غړی ناصر کامه‌وال د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، د شېرزادو ولسوالۍ په توتو سیمه کې د صفر دوه قطعې له‌خوا په‌دې عملیاتو کې د یوې کورنۍ پنځه غړی وژل شوی دی: «زموږ پنځه تنه هېوادوال چې په‌کې درې ماشومان، د هغوی مور او پلار شامل دی، د یوې کورنۍ ټول غړی دی، وژل شوی دی. دا ننګرهار کې نه لومړنۍ پېښه ده او نه وروستۍ. صفر دوه قطعه هره دوه درې ورځې وروسته په ننګرهار کې دا ډول خپل‌سری او وحشیانه عملیات ترسره کوی او هره ورځ یو لوی ناورین رامنځته کوی.»
د ننګرهار ولایتی اداره هم د جمعې په شپه د صفر دوه قطعې په عملیاتو کې د ماشومانو په شمول د ولسی خلکو مرګ ژوبله تأییدوی، خو وایی دا عملیات د وسله‌والو په یو مرکز شوی.
د ننګرهار د والی ویاند عطاالله خوګیاڼی ازادی راډیو ته وویل، د شېر زادو په توتو سیمه کې عملیات د وسله‌والو په یوه مرکز شوی چې د ده په وینا په‌کې لس تنه وسله‌وال وژل شوی.
عطاالله خوګیاڼی یې په اړه وایی: «متاسفانه یو سراچه موټر چې تر عملیاتو وروسته ګړندۍ روان وو، د صفر یو قطعې ځواکونو پرې د وسله‌والو مخالفانو شک کړی او پرې یې ډزې کړی چې په‌کې د ماشومانو او ښځو په ګډون پنځه ملکیان وژل شوی دی.»
د ننګرهار د ولایتی شورا غړی ناصر کامه‌وال د ننګرهار له ولایتی ادارې او مرکزی حکومته په ټینګه وغوښتل چې په‌‌دې ولایت کې دې د صفر دوه قطعې په خپل‌سرو عملیاتو کې د ولسی مرګ ژوبلې مخه ونیسی.
په ننګرهار کې تر دې مخکې هم د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د ولسی خلکو د مرګ ژوبلې راپورونو اعتراضونه راپورته کړې.
ملګرې ملتونو هم په وروستۍ اعلامیه کې په ګڼ مېشتو سیمو کې د جګړو او تاوتریخوالی پر زیاتیدو اندېښنه ښودلې او ویلې یې دی، د دې تاوتریخوالی درنه بیه ولسی خلک پرې کوی.
یوناما یو ځل بیا پر ټولو اړخونو ټینګار کړی چې په جګړو کې د ملکی وګړو د را ایسارېدو د مخنیوی لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.