د انتخاباتو کمېسیون: د رأیې ورکوونکو د نوم ثبتولو ۵۲ مرکزونه تړل شوی

- ۲۱ جوزا ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، په ټول هېواد کې یې د رأیې ورکوونکو د نوم ثبتولو ۵۲ مرکزونه تړلی دی.
د انتخاباتو کمېسیون په ټول هېواد کې د رأیې ورکوونکو د تقویتی نوم ثبتولو د ۴۵۸ مرکزونو نه، ۴۰۶ خلاص کړی دی.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند دفتر سرپرست ذبیح‌الله سادات وایی، د دغو مرکزونو د تړل کېدو بل لامل، د دغه پروګرام له عملی کیدو سره، د پوهنې وزارت نه همکاری ده.
دی وایی: «۱۵ مرکزونو ته مواد نه‌دی رسیدلی، له ۳ مرکزونو سره د پوهنې وزارت مرسته نه‌ده کړې او نور د امنیتی ګواښونو له امله خلاص نه‌شول، امنیتی ځواکونه هڅې کوی، څو تړلی مرکزونه خلاص کړی چې خلک نوم‌لېکنه وکړی.»
پخوا تر دې دغه کمېسیون ویلی و هڅه کوی چې په ټول هېواد کې رأیې ورکوونکو لپاره مرکزونه خلاص وساتی، خو په‌دې وروستیو کې یې وویل چې په ۳۳ ولایتونو کې یې ۶۵ مرکزونه تړلی دی.
دغه کمېسیون وایی، د امنیتی ګواښونو او ځینو مرکزونو ته د حساسو انتخاباتی موادو د نه رسېدو له امله ونه توانېد چې ټول مرکزونه خلاص وساتی.
کمېسیون دا هم وایی، تراوسه ۴۰۶ مرکزونو ته یې حساس مواد لېږلی چې د رأیې ورکوونکی پرمخ خلاص دی.
دغه کمېسیون وایی، بله اندیښنه چې ورسره ده هغه په راتلونکو انتخاباتو کی د نوم ثبتولو لپاره، د رأیې ورکوونکو کمرنګه حضور دی.
دغه کمېسیون وایی، د دغې پروسې له پیل راهیسې، ۲۲۶۳ کسانو نوم لیکنه کړې چې ۶۲۶ په‌کې ښځې او ۱۴ په‌کې کوچیان دی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د ولسی جرګې د رأیې ورکوونکو فهرست ته اعتبار ورکړی دی.
د دغه کمېسیون د مسؤلینو په خبره د ولسی جرګې د انتخاباتو لپاره ۹ میلیونو کسانو نومونه ثبت کړی وو او اوسنۍ تقویتی نوم‌لېکنه د دې لپاره ده چې که څوک د ولسی جرګې په انتخاباتو کې له نوم ثبتولو پاتې وی، یا له هېواده بهر وی او یا یې اوس‌مهال قانونی سن پوره کړی وی، نوم‌لېکنه کولی شی.
په بلخ کې د رایې ورکوونکو د نوم ثبتونې پروسه له کومو ستونزو سره مخ ده؟
په بلخ کې د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکی وایی چې د رایې ورکوونکو د نوم ثبتونې د مراکزو کموالی او ناامنۍ سبب شوی څو ډېر شمېر کسان ونه‌شی کولی په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنونو کې د ګډون لپاره نوم‌لیکنه وکړی.
د چهاربولک، چمتال، دولت اباد او بلخ ولسوالیو اوسېدونکی وایی چې په‌دغه سیمو کې د ناامنۍ له امله تر دې دمه د رأیې ورکوونکو د نوم ثبتونې هېڅ یو مرکز نه‌دی فعال شوی.
د چهاربولک ولسوالۍ یوه اوسېدونکی محمد کریم یې په اړه ازادی راډیو ته ووېل: «په چهاربولک ولسوالۍ کې اصلاً حکومت نه‌شته، له ولسوالۍ پرته نورې ټولې سیمې د وسله‌والو طالبانو په ولکه کې دی. د رأیې ورکوونکو د نوم ثبتونې هېڅ یو مرکز نه‌دی فعال شوی، خلکو سره د خپل امنیت وېره ده، هېڅ څوک د انتخاباتو په فکر کې نه‌دی.»
اجمل د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې له ورته ستونزې سرټکوی: « په شولګرې ولسوالۍ کې د امنیت د نه‌شتون په خاطر تر دې دمه هېڅ‌چا د رایې ورکوونکو د نوم ثبتونې مرکز نه‌دی لیدلی. ستونزې ډېرې دی، ویل شوی چې یو مرکز به پرانېستل شی، خو تر دې دمه داسې نه‌دی شوی.»
د دهدادی، خلم، بلخ، کشنده او نهر شاهی ولسوالیو اوسېدونکی وایی چې په دغو سیمو کې یوازې د رایې ورکوونکو د نوم ثبتونې یو یو مرکز پرانېستل شوی دی چې د یادو ولسوالیو د ټولو اوسېدونکو د اړتیاو د پوره کېدو ظرفیت نه‌لری.
د دهدادی ولسوالۍ د پشت باغ سیمې اوسېدونکی محمد ادریس یې په اړه وایی: «د شهید بلخی په ښوونځی کې د رایې ورکوونکو د نوم ثبتونې یو مرکز پرانېستل شوی، د دهدادی په څېر یوې لویې ولسوالۍ ته چې له ۳۰۰ زرو څخه ډېر نفوس لری د یوه مرکز پرانېستنه، بسنه نه‌کوی.»
په مزارشریف ښار کې د رایې ورکوونکو د نوم ثبتونې لس مرکزونه فعال دی.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایی، امکان لری د نوم ثبتولو د پروسې تر پایه پورې د تړلو مرکزونو شمېر، یا کم شی او یا زیات.
د انتخاباتو ځینې څارونکی بنستونه وایی، د ۵۰ مرکزونو په تړلو سره به ډېری کسان له نوم ثبتولو پاتې شی.
د افغانستان د ازاد او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ اجرائیوی رئیس یوسف رشید وایی: «پر ځند انتقالات او په ورته وخت کې ناسنجول شوی پروګرام لامل شوی چې د ولسی جرګې د انتخاباتو په څېر مواد او فهرست له یوه ولایته بل ته ولېږل شی او خلک له نوم لیکنې محروم شی، موږ اندیښمن یو په پای کې موږ له ستونزو سره مخ شو او بیا هم په انتخاباتو کې د ستونزو شاهدان اوسو.»
د دفاع وزارت وایی، د دغو مرکزونو د امنیت د تأمینولو لپاره یې تیاریانې نیولی او کومې برخې چې تر ګواښ لاندې دی په لږه موده کې به تر کنټرول لاندې راشی.
بل‌خوا د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وایی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په تېرو انتخاباتو کې د انتخاباتو مؤقتو کارکوونکو ته تنخواګانې ورنه‌کړې او د انتخاباتو پرمهال له ښوونځیو کار واخېستل شوې.
د پوهنې وزارت وایی، تل یې دغه کمېسیون ته ویلی چې د دغې پروسې لپاره دې، ښوونځیو ته بدیل پیدا کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.