د مشرانو جرګې اداری پلاوی: د افغانستان سیاسیون دې له پاکستان سره قاطع خبرې وکړی

- ۰۱ سرطان ۱۳۹۸

mandegarد افغانستان د مشرانو جرګې اداری پلاوی وایی، په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو د غونډې ګډونوال افغان سیاسیون باید له پاکستانی لوری سره د سولې په اړه جدی او قاطع خبرې وکړی.
د افغانستان د مشرانو جرګې اداری پلاوی ټینګار کوی چې په پاکستان کې د افغان سولې په تړاو په غونډه کې ګډنوال سیاستوال باید له شخصی او ګوندی مسایلو تېر شی او په خپلو خبرو کې ملی ګټې او د سولې مسایل تعقیب کړی.
د دغې جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقی د شنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل، له پاکستانی لوری څخه باید د سولې په برخه کې د همکاریو د ژمنې ضمانت واخیستل شی.
ده وویل: هغه افغانان چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی، غوښتنه ورنه کوو چې ټولې ستونزې له شواهدو سره یو ځای له پاکستانی لوری سره جدی او قاطع مطرح کړی، د سولې کیلی له پاکستان سره ده او د حل لپاره یې له پاکستانی اړخه ژمنې واخلی.
د پاکستان د مری په بوربن تفریحی سیمه کې د افغان سولې په تړاو یو ورځنۍ ناسته نن شنبه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمد قریشی په وینا پرانیستل شوه.
دغې غونډې ته یو شمېر سیاستوال او پاکستانی پخوانی چارواکی دعوت شوی دی، خو د افغان حکومت او طالب استازی نه دی وربلل شوی.
د بلونکو په لېست کې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ګبلدین حکمتیار، محمد محقق، حنیف اتمر، عطا محمد نور، کریم خلیلی، عبدالرشید دوستم او یو شمېر نور سیاستوالو نومونه شامل دی.
روېټرز خبری اژانس لیکلی چې په دغه ناسته کې یوازې حامد کرزی، حنیف اتمر او عبدالرشید دوستم ګډون نه دی کړی، نور ټول وبلل شوی او په غونډه کې حاضر وو.
خو په دغه ناسته کې د یادو درېیو کسانو استازو ګډون کړی دی.
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او عتدال انتخاباتی ټیم په یوه مطبوعاتی اعلامیه کې ویلی چې د سولې او تفاهم په اړه د پاکستان د حکومت د هڅو هرکلی کوی او تمه لرو چې پاکستان د دغه نوښت په دوام د بین الافغانی مستقیمو خبرو زمینه برابره کړی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د حکومت نظر هم واخلو، خو ارګ او اجرائیه ریاست په دې اړه له څه ویلو ډده وکړه، خو د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ځواب رانه کړ.
دغه شان د سولې عالی شورا هم ونه غوښتل چې په دې اړه څه ووایی.
د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان دغې غونډې ته د شک په سترګه ګوری او بې ګټې یې بولی.
د دغو کارپوهانو له ډلې خالد سادات وایی، د حکومت له استازو پرته دغه غونډه نه یوازې دا چې د سولې لپاره ګټوره نه ده، بلکې په وړاندې یې ستونزې هم جوړولای شی.
دی وایی: له افغانستان سیاسی ګړیو سره خبرې کول نه یوازې دا چې ګټه او نتیجه نه لری، بلکې یو ډول مداخله هم ده، ځکه د افغان حکومت په دغه غونډه کې هېڅ استازی نشته، افغانستان له پاکستان سره په داسې حالت کې دی چې هر څه ته یې د شک په سترګه کتل کېږی، نه یوازې دا چې دا به مرسته ونه کړی، بلکې په لوی لاس د سولې د پروسې په وړاندې د خنډ جوړولو هڅه ده.
دا غونډه داسې مهال جوړېږی چې ټاکل شوې د روانې میلادی میاشتې په ۲۷مه افغان ولسمشر د پاکستان د صدراعظم په بلنه هغه هېواد ته سفر وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.