ارګ: نور به د سولې د پروګرامونو عمده چارې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سمبالوی

- ۰۹ سرطان ۱۳۹۸

د افغانستان جمهوری ریاست وایی، له دې وروسته به د سولې د پروګرامونو عمده چارې د سولې په چارو کې د دولت د وزارت له لوری پرمخ وړل کېږی.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوی د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې د سولې د مشورتی لویې جرګې له وړاندیز سره سم، د سولې د عالی شورا د اصلاحاتو په څرنګوالی کار روان دی.
ده وویل: تاسې په جریان کې یاست چې د سولې په مشورتی لویه جرګه کې د سولې په عالی شورا کې په اصلاحاتو ټینګار شوی و، اصلاحات به په دغه شورا کې راځی، خو دا چې د اصلاحاتو څرنګوالی به څه ډول وی، څه وخت به عملی کېږی، اوس له وخته مخکې خبره ده، خو دا مهال د سولې د پروګرامونو عمده برخه د سولې په چارو کې د دولت د وزارت له لوری چې ښاغلی رحیمی یې په راس کې دی، پرمخ وړل کېږی.
د محمد اشرف غنی د تازه فرمان له مخې د ولسمشر د دفتر پخوانی رئیس عبدالسلام رحیمی د سولې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې عالی شورا شااوخوا نهه کاله وړاندې د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د واک په مهال د لویې جرګې د ۱۶۰۰ استازو په وړاندیز رامنځته شوه چې له شپېتو زیات غړی لری.
د سولې په عالی شورا کې یو شمېر پخوانی جهادی مشران، دینی عالمان او قومی مشران شامل دی چې ډېر ځله د دوی په کارونو نیوکې شوې دی.
تر ډېره انتقادونه دا دی چې د متجانس جورښت له امله دغه شورا ونه توانېده چې په تېرو کلونو کې د سولې په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.