د ملـی یـووالی حکـومت ولـې په شااوخـوا ۵ کلـونو کـې کـابینه له سرپرستـانو خـلاصه نه کـړه؟

- ۰۱ اسد ۱۳۹۸

mandegarپه تېرو څه باندې پنځو کلونو کې د ملی یووالی د حکومت له خوا د کابینې نه بشپړېدو، په حکومتې ادارو کې د سرپرستۍ د فرهنګ پای ته رسولو ته د حکومت پر ارادې د خلکو باور کم شوی دی.
د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کابو دوه میاشتې پاتې دی، خو لیدل کېږی چې د حکومت کابینه اوس هم نیمګړې ده.
دا چې د ملی یووالی حکومت په څه باندې پنځو کلونو کې نه دی توانېدلی چې کابینه د سرپرستو وزیرانو له ولکې وباسی، د نفوذ د پراختیا او په انتخاباتی مبارزو کې ترې د ګټې اخیستنې لپاره یوه بهانه ګڼل شوې ده.
اوس د ولسمشر غنی رقیبان دغې موضوع ته په جدی توګه ګوری.
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال د انتخاباتی ټیم ویاند قادرشاه په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: دا کار دوه اړخونه لری، یو دا چې په حکومت کې دننه اجماع او اعتماد نه شته او بل دا چې سیاسی ملحوظات شته، حکومت غواړی چې په دې توګه خپل نفوذی کار ته دوام ورکړی او انتخاباتی کمپاینونو او هدفی فعالیتونو ته زمینه برابره کړی.
د ملی یووالی د حکومت د یوې کاری دورې له تېرېدو سره اوس هم لږترلږه پنځلس وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږی، حال دا چې د قانون له مخې، هر وزارت تر ډېره حده تر دوو میاشتو پورې د سرپرست له خوا اداره کېږی.
بل اړخ ته له وخته مخکې انتخاباتی مبارزې او د ولسمشر له خوا د بې شمېره سلاکارانو ګمارل دی.
د ګلبدین حکمتیار د ټیم غړی د سلاکارانو ګمارل په انتخاباتو کې مداخلو ته زمینه برابرول دی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامی سولې او عدالت د ټیم د خپرونو مسؤل فضل غنی حقمل وایی: په خواشینۍ سره حکومت په تېرو پنځو کلونو کې ونه توانېد چې خپله کابینه بشپړه کړی او دا د حکومت کمزوری ده، همداشان په دې وروستیو کې وینو چې یو شمېر افراد او اشخاص د ولسمشر د سلاکارانو په توګه ګمارل کېږی چې دا زموږ د اندېښنې وړ ده، حکومت غواړی چې د انتخاباتو په پروسه کې مداخله وکړی او ناوړه ګټه ترې واخلی.
په ورته وخت کې ولسمشریزو انتخاباتو ته بل کاندید شهاب حکیمی په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: دوی د دې لپاره بېلابېل کسان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې تطمع کړی، بلنه ورکوی، خوشحالوی یې او ورته وایی چې تاسې مستقیماً د جمهور رئیس مشاور یاست چې دوی بیا د رأیې ورکونې په وخت کې د هغه په ګټه صندقونه ډک کړی.
که څه هم تراوسه د ولسمشر د سلاکارانو کره شمېره نه ده روښانه، خو د ځینو منابعو د معلوماتو له مخې، ولسمشر نږدې ۵۰۰ سلاکاران لری چې لګښتونه یې میلیونونو ډالرو ته رسېږی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی د سرپرستو وزیرانو د کار د دوام په اړه وایی: موږ پارلمان ته د نویو وکیل صاحبانو په راتګ کې یوه تشه درلوده، په خواشینۍ سره دغه مسئله وځنډېده او سرپرستۍ دوام وکړ، موږ هیله مند یوو چې ډېر ژر له ملی شورا سره کار وکړو او دې ته زمینه برابره شی چې کاندیدان ورشی او د باور رأیې واخلی.
ښاغلی صدیقی وایی، په حکومت کې چې ځینی ګمارنې شوی، د اړتیا له مخې دی او دغه ګمارنې هېڅ کله هم د انتخاباتی کمپاینونو د پرمخ بیولو په معنی نه دی.
دغه انتقادونه وروسته له هغې کېږی چې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د ولسمشریرو انتخاباتو تر پای پورې د ګمارنو د پروسې د ودرولو خبر ورکوی.
خو دغه کار هم د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیدانو له خوا بې ځوابه نه دی پاتې شوی او ځینی یې وایی، حکومت وروسته له هغې د ګمارنو ودرولو ته اقدام ورکړ چې ډېرې څیرې یې په کلیدی ځایونو کې ځای پرځای کړی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.