ځینی خصوصی مخابراتی شرکتونه د پېر له بیو شل چنده انټرنټ ګران پلوری

- ۰۶ اسد ۱۳۹۸

په افغانستان کې د یو شمېر خصوصی مخابراتی شرکتونو له خوا انټرنټ له هغې بیې چې پېری یې، نېږدې شل چنده لوړ پلورل کېږی.
د افغان ټلیکام مخابراتی شرکت چې د انټرنټ عمده واردوونکی دی، وایی چې دوی په اوسط ډول له بهرنیو هېوادونو یو GB انټرنټ له ۹ تر ۱۱ افغانیو پورې اخلی او په مخابراتی شرکتونو یې له ۱۳ تر ۱۴ افغانۍ پورې پلوری.
خو د یو شمېر دغو خصوصی مخابراتی شرکتونو د انټرنټی خدمتونو د لېست له مخې یو GB انټرنټ په ۲۵۰ افغانۍ خرڅېږی چې نېږدې شل چنده لوړ دی.
د افغان ټلیکام مخابراتی شرکت د بازار موندنې رئیس ګل نواز منګل د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: مونږ له هر هېواده د انټرنټ بېلابېل قیمتونه لرو، یو GB په لس افغانۍ تمامېږی، بیا یې مونږ خصوصی شرکتونو ته له ۱۳ تر ۱۵ افغانیو پورې ورکوو، تر ډېره پورې انټرنټ مونږ له ازبکستانه اخلو، کمه اندازه له ایران څخه، همدارنګه له پاکستانه یې هم اخلو، اوس مونږ هڅې شروع کړی چې له چینه یې هم ترلاسه کړو.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت په وینا، دا مهال په افغانستان کې شااوخوا لس میلیونه خلک انټرنټ کاروی.
افغانستان له خپلو ګاونډیو هېوادونو د نوری فایبر شبکې له لارې انټرنټ واردوی، خو په دغه هېواد کې د ګاونډیو هېوادونو په پرتله د انټرنټ بیه لوړه ده.
په ګاوندی هېواد پاکستان کې یو GB انټرنټ د یوې میاشتې پر مخ په ۹۰ کلدارې او په هندوستان کې بیا په ۴۰۰ هندی کلدارو د درېیو میاشتو لپاره په اوسط ډول هره ورځ یو نیم GB ورکول کېږی چې په یاد پکېج کې کورنۍ اړیکې هم وړیا دی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغان خصوصی مخابراتی شرکتونو نظر هم واخلو، خو بریالی نه شو.
بل خوا د خصوصی مخابراتی شرکتونو تر څنګ یو شمېر هغه خصوصی شرکتونه چې یوازې خلکو ته د انټرنټ خدمتونه وړاندې کوی، هم بیې یې خورا لوړې دی.
دوی خپل انټرنټ په پېرودونکو له هغې بیې چې پېری یې، شپږ سلنه لوړ پلوری.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوس له ګاونډیو هېوادونو انټرنټ د سرعت پر بنسټ د یو MB پر ثانیه له ۶ تر ۱۰ ډالرو پورې اخلی.
د مخابراتو سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمی په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: د هرې ثانیې MB انټرنېټ بیه له ۶ تر ۱۰ ډالرو پوری ده چې شرکتونو ته په اوسط ډول له ۳۸ تر ۴۵ ډالرو پورې دی، خو دا قیمتونه توپیر کوی.
خو په افغانستان کې د انټرنټی خدمتونو وړاندې کوونکی یو شمېر شرکتونه وایی، لوړه مالیه، امنیتی ننګونې،د کارکوونکو لوړ معاشونه او د ځای د کرایې په ګډون د بېلابېلو ستونزو او لګښتونو له امله د انټرنټ قیمتونه لوړېږی.
د دغو شرکتونو له ډلې یو هم ندا ټلیکام دی.
د دی شرکت د تخنیکی برخې رئیس عبدالصبور وویل: کله چې مونږ افغان ټلیکام څخه سرویس اخلو، په دې بیا هر شرکت مکلف دی چې دولت ته مالیه ورکړی او که چېرې د دفتر ټول لګښتونه وسنجول شی، نو دا انټرنټ مونږ ته په ګرانه تمامېږی او طبعی ده چې کله یې مونږ پلورو، نو بیه یې لوړېږی.
هېره دې نه وی چې په افغانستان کې د انټرنټ پېرودونکو په وار وار په دې برخه کې خپل غږ پورته کړی او د قیمتونو له لوړوالی یې شکایت کړی، خو د دوی په وینا انتقادونو یې کوم ځای نه دی نیولی او نه هم په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره شوی دی.
خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت وایی، له ډېرو هڅو او ځینو اقداماتو وروسته په دې توانېدلی چې د انټرنټ بیې یو څه راکمې کړی.
دغه وزارت وایی، د اترا ادارې او مخابراتی شرکتونو ترمنځ کار روان دی چې په دې سره به د انټرنټی خدماتو کیفیت لاښه او بیې به یې نورې هم راټیټې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.