- ۲۵ اسد ۱۳۹۸
د افغانستان ملی وحدت حکومت وایی، امریکا په دغه هېواد کې د سولې پر روانو هڅو سربېره دوه هوکړهلیکونه لاسلیکوی، یو له طالبانو او بل له افغان حکومت سره.
د اجرائیه ریاست ویاند مجیبالرحمن رحیمی له زیاتو جزئیاتو پرته د پنجشنبې په شپه «۱۳۹۸ کال د زمری ۲۴» ازادی راډیو ته وویل چې افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د احتمالی هوکړهلیک محتوا هم ترلاسه کړې ده.
ښاغلی رحیمی زیاتوی، دواړه هوکړهلیکونه په قطر کې د امریکایی چارواکو او طالب استازو د اته پړاو خبرو پر څلورو اساسی موضوعاتو راڅرخی.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په مشرۍ امریکایی چارواکو او طالبانو په خپلو مذاکراتو کې د؛
• له افغانستانه د امریکایی ځواکونو پر وتلو؛
• له ترورېزم سره د مبارزې پر څرنګوالی؛
• اوربند او؛
• د بینالافغانی خبرو پیل؛
په اړه خبرې کړې دی.
ښاغلی رحیمی پر دې خبرې له ټینګار سره چې، د هغه هوکړهلیک متن چې امریکا بهیې له افغانستان سره لاسلیک کړی د دواړو حکومتونو ترمنځ تبادله شوی، وایی: «د هوکړهلیکونو متن له وړاندې د امریکا متحده ایالاتو حکومت او افغانستان حکومت ترمنځ تبادله شوی، هدف مې هغه متن دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک کېږی او دغهراز د افغانستان حکومت د هغه هوکړهلیک په جریان کې دی چې ټاکل شوې امریکا یې له طالبانو سره لاسلیک کړی، په تفاهم او همغږۍ کارونه مخ ته ځی. موږ هیلهمند یو چې دا هڅې نتیجه ورکړی او زموږ ملت او خلک سولې ته چې د حکومت او خلکو جدی غوښتنه ده، ورسېږی.»
ښاغلی غنی د اختر په درېیمه ورځ سه شنبه «۱۳۹۸ کال د زمری ۲۲» چې د ملی دفاع وزارت په تالار کې د امنیتی ځواکونو سره د اختر مبارکی کوله وویل له ناټو او امریکا سره نوې هوکړې ته اړتیا نهشته چې ظاهراً د ښاغلی غنی اشاره د امریکا او طالبانو ترمنځ احتمالی هوکړې ته وه.
ښاغلی غنی امنیتی او دفاعی ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې د دوی په راتلونکی به هېڅ ډول معامله نهکېږی.
ده وویل: «زما ژمنه دا ده چې د امنیتی او دفاعی قواو په راتلونکی باندې به هېڅ ډول معامله نهکېږی، هغه پرېکړهلیک چې پهکې د افغانستان هویت او ملی اقتدار مصون نهوی د منلو نهده.»
وړاندې له دې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقی له ازادی راډیو سره په خبرو کې ویلی و چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د اتم پړاو خبرو پایلې د نورو پړاونو خلاف تر اوسه له افغان حکومت سره نهدې شریکې شوی.
ښاغلی صدیقی ویلی دی، دوی هیله لری چې د دواړو لورو ترمنځ د احتمالی هوکړهلیک متن ډېر ژر له افغان حکومت سره شریک شی.
تر اوسه د امریکا او افغان حکومت ترمنځ د نوی احتمالی هوکړهلیک د څرنګوالی په اړه چې چېرته او کله به لاسلیک شی جزئیات نهشته.
امریکا او ناټو د افغانستان له ملی وحدت حکومت سره امنیتی او دفاعی تړونونه لری چې په افغانستان کې د دوی د ځواکونو حضور قانونی کوی.
ازادی راډیو د افغانستان د ملی وحدت حکومت د اجرائیه ریاست د دغو څرګندونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تبصرې غوښتونکې شوه، خو د دغه راپور تر چمتو کولو یې ځواب ترلاسه نهکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هیله ښودلې چې د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې مخکې له طالبانو سره د سولې هوکړه وشی.
Comments are closed.