د انتخـاباتو کمېسیـون ولایتـونـو ته د حسـاسو انتخـاباتی مـوادو د لېـږد لـړۍ پیـل کړه

- ۰۸ سنبله ۱۳۹۸

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولایتونو ته د بایومټریک دستګاوو په ګډون د حساسو انتخاباتی موادو استول پیل کړل.
په داسې حال کې چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د کارېدونکو بایومټریک دستګاوو د تخنیکی ستونزې له امله بېلابېلې اندېښنې مطرح شوی، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ولایتونو ته د نورو حساسو انتخاباتی موادو په ګډون د بایومټریک دستګاوو د استولو لړۍ پیل کړه.
mandegarد دغه کمېسیون ویاند ذبیح سادات د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل:
«ولایتونو ته د حساسو موادو د انتقال لړۍ نن پیل شوه، په لومړی سر کې به د بایومټریک دغه مواد فراه، بادغیس او هرات ته ولېږدول شی، تخنیکی ستونزه هواره شوې او درملوګ کمپنۍ یې مسؤلیت اخیستی، نوی سېستم یې راوړی او ستونزه په بشپړه توګه هواره شوې ده.
تر دې وړاندې بیا داسې اندېښنې مطرح شوې وې چې دغه بایومټریک دستګاوې قلف نه ‌لری او د رأیې اچونې له ورځې وړاندې هم ترې ګټه اخیستل کېدای شی.
همدارنګه د تکراری رأیو له استعماله ‌نه مخنیوی او د عکسونو نه ‌تشخیصېدل د دغو دستګاوو دوه نورې عمده ستونزې یادې شوې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نږدې ۱۷ زره نوې بایومټریک دستګاوې رانیولی چې د پخوانیو ۲۲ زره سره ‌یې شمېر ۳۹ زره دستګاوو ته رسېږی.
په ورته وخت کې د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د ملی جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج د جمعې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې لاهم په بایومټریک دستګاوو کې ستونزه په خپل ځای پاتې ده.
دی وایی: ان مونږ اورېدلې دی چې تاسې که څلور سوه ځلې هم خپله ګوته په بایومټریک کېږدئ، دستګاه یې حسابوی او دا یو لوی ناورین دی، خو اوس اړینه دا ده چې یو شمېر نړیوالې کمپنۍ د دې دستګاوو شفافیت تضمین کړی، څو معلومه شی چې هغه څه چې مونږ ته ضمانت راکول کېږی درست دی او که نه.
د ګلبدین حکمیتار په مشرۍ د دغه ټاکنیز ټیم ویاند فضل غنی حقمل بیا له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل: زمونږ وړاندیز دا و چې د بایومټریک دستګاوې باید معیاری وی، تخنیکی ستونزه ونه لری، ګوندونه یې باید له شفافیته ډاډمن شی، خو په خواشینۍ سره چې دغو وړاندیزونو ته پاملرنه نه ده شوې او اندېښنې پر خپل ځای دی.
د یادولو وړ ده چې د ولسی جرګې په تېرو ټاکنو کې هم په دغو دستګاوو کې بېلابېلې ستونزې موجودې وې.
د ولسی جرګې د ټاکنو لپاره د رأیې اچونې په ورځ د بایومټریک د یو شمېر دستګاوو کار نه‌ کول او د کارکوونکو کمه تجربه هغه ستونزې یادې شوې وې چې د رأیې اچونې په ورځ ‌یې پروسه له ګډوډۍ سره مخ کړه.
خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دامهال ډاډ ورکوی چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د دغو دستګاوو ستونزه هواره شوې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.